ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایلان ماسک له یوې ټولپوښتنې وروسته د دونالد ترمپ ځانګړی تویتر فعال کړ

Published

on

د تویتر نوي مالک ایلان مسک پرون د ځینو بلاک شویو تویتر پاڼو بیا فعالول پیل کړل؛ خو د امریکا د پخواني ولسمشر ترمپ په اړه یې د ټولپوښتنې پرېکړه وکړه، چې د مثبتې پایلې له مخې بېرته فعال شو.

له دې سروې مخکې د دونالد ترمپ اکاونت، چې د ۲۰۲۱ ز. کال له جنورۍ راپدیخوا بند شوی و؛ بېرته فعال شوی دی.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې ټولپوښتنه کې ۱۵ میلیون کسانو برخه اخیستې وه او په پای کې ایلان ماسک په یوه تویت کې د ترمپ د اکاونت د بیا فعالولو اعلان وکړ.

اوس د ترمپ اکاونت په رسمي توګه فعال شوی او د هغه زاړه تویتونه لیدل کېدی شي.

د دغې سروې د پایلو له مخې ۵۱ اعشاریه ۸ سلنه خلکو تویتر ته د دونالد ترمپ له راستنېدو سره موافق او ۴۸ اعشاریه ۲ سلنه له دې پرېکړې سره مخالف ول.

دا په داسې حال کې ده، چې مسک د تویتر له اخیستلو وروسته اعلان وکړ، چې اوس په دې لټه کې دی، چې د مینځپانګې د څارلو لپاره به یوه شورا جوړه کړي او پرېکړه یې وکړه، چې ځنډول شوي تویتر حسابونه بېرته څرنګه فعال کړي.

Trending

Exit mobile version