تازه خبرونه
ایټالیا ۷۰۰ افغانانو ته پناه ورکوي
د سنټ اګیډیو ټولنې مشر مارکو ایمپاګلیازو د خبرپاڼې له مخې: “د هغو افغانانو لپاره، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له کابل څخه ډلهییزې کډوالۍ ته اړ شول او خپل هېواد یې پرېښود؛ دا پروګرام ورته د امید نښه ده.”
واټیکان نیوز راپور ورکړی، چې د سنټ اګیډیو ټولنې د ایټالیا حکومت او څو نړیوالو بنسټونو ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک په پایله کې ۷۰۰ افغان کډوال به د “بشردوستانه دهلیز” پروګرام له لارې ایټالیا ته ولیږدول شي.
د سنټ اګیډیو ټولنې مشر مارکو ایمپاګلیازو د خبرپاڼې له مخې: “د هغو افغانانو لپاره، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له کابل څخه ډلهییزې کډوالۍ ته اړ شول او خپل هېواد یې پرېښود؛ دا پروګرام ورته د امید نښه ده.”
د واټیکان نیوز د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون لاسلیک د ۲۰۲۱ پخوانی تړون تائیدوي، چې د هغې په چوکاټ کې له ۸۰۰ څخه ډېر افغانان ایټالیا ته لېږدول شوي او د بېلا بېلو بنسټونو لخوا ملاتړ او بیا میشت شوي دي.
تر اوسه پورې ۳۳۸ افغان کډوال ایټالیا ته داخل شوي او له دې تړون سره به د روان کال د جولای تر میاشتې ۳۶۲ نور کډوال هم ایټالیا ته ورننوځي.
د بشري دهلیز پروګرام، چې په بشپړ ډول د عامه بسپنو لخوا تمویلیږي؛ تر دې دمه یې اروپا ته له ۸ زره ۲۰۰ څخه د زیاتو کډوالو خوندي او قانوني ننوتل اسانه کړي دي.