نړۍ

بایدن شمالي کوریا ته د اتومي وسلو د پراختیا له کبله ګواښ وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۱, ۱۴۰۱)

سپینې ماڼۍ ويلي؛ د امریکا ولسمشر جوبایدن به له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې خبرداری ورکړي، چې د شمالي کوریا لخوا د اتومي وسلو پراختیا په سیمه کې د امریکا پوځي حضور ډېروي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د شمالي کوریا د هغه پروګرام په اړه اندېښمنه ده، چې غواړي له ۲۰۱۷ کال وروسته د لومړي ځل لپاره خپل اتومي بم تر آږموینې لاندې ونیسي او باور لري، چې چین او روسیه کولی شي شمالي کوریا د دې کا مخنیوي ته وهڅوي.

بایدن او د چین ولسمشر شي جین پینګ به د دې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ په اندونیزیا کې د G20 غونډې په څنډه کې سره وګوري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي؛ بایدن به شي جین پینګ ته ووایي، چې شمالي کوریا نه یوازې امریکا، جنوبي کوریا او جاپان ته ګواښ پېښولی شي، بلکې د ټولې سیمې امنیت او ثبات هم ګواښي.

جک سلیوان ویلي: که شمالي کوریا خپلې هڅې روانې وساتي؛ دا به په سیمه کې د امریکا د پوځي او امنیتي حضور د زیاتوالي معنا ولري.

هغه زیاته کړې؛ چین له اټومي پروګرامه د شمالي کوریا په مخنیوي کې رغنده رول لوبولی شي.

Trending

Exit mobile version