ساینس او ​​ټیکنالوژي

بایننس د غلا شویو شپږ میلیارډ ډالرو شتمنیو زیان جبران کړ

رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا فډرالي څېړنو ادارې (اف‌بي‌آ) د دې سایبري برید مسوول د شمالي کوریا له حکومت سره تړلې «ټریډر ټریټر» ډله ګڼلې ده.

Published

on

 

د نړۍ تر ټولو لویې ډیجیټلي پیسو تبادلې بایننس ویلي، چې د یوه سایبري برید پر مهال د دې پلاتفورم د ۶.۳ میلیارډ ډالرو شتمنیو له غلا کېدا وروسته یې تر اوسه د خپلو مالي سرچینو پر کارولو د شپږ میلیارډ ډالرو زیان جبران کړی دی.

رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا فډرالي څېړنو ادارې (اف‌بي‌آ) د دې سایبري برید مسوول د شمالي کوریا له حکومت سره تړلې «ټریډر ټریټر» ډله ګڼلې ده.

بایننس ویلي، چې د پاتې شتمنیو له ۱۰ سلنې څخه کمه برخه په هغو پیسو پورې اړه لري، چې د بازار د لږې راکړې ورکړې له کبله یې برابرول ډېر وخت نیسي.

دغه شرکت زیاته کړې، چې د خپلو همکارانو پر مرسته یې د غلا شویو شتمنیو شاوخوا درې میلیارډ ډالره پېژندلي او کنګل کړي دي.

بایننس ټینګار کړی، چې د دې سایبري برید له کبله اوښتی زیان به خپله جبران کړي او پر پېرودونکو به یې وروانه‌چوي.

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې، د زیان د جبران لپاره یې د کاروونکو د شتمنیو د ساتنې له صندوق او خپلو مالي سرچینو ګټه اخیستې ده.

له دې برید وروسته بایننس د شتمنیو ایستل په لنډمهاله توګه ودرول او ویلي یې ول، چې دغه چوپړتیا به د یکشنبې پر ورځ بېرته پیل کړي.

Trending

Exit mobile version