تازه خبرونه
بایډن د افغانستان د بشري بحران له کبله ملي بېړنی حالت وغځاوه
دا امر د بایډن لخوا د ۲۰۲۲ کال د فبروري پر یوولسمه صادر شوی و، چې د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ته د غیر معمولي ګواښونو مخه ونیسي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د پراخ بشري بحران او په دې هېواد کې د “ژور اقتصادي سقوط” احتمال ته په پاملرنه په خپل اجرائیوي فرمان کې اعلان شوی ملي بېړنی حالت د یو بل کال لپاره وغځاوه.
دا امر د بایډن لخوا د ۲۰۲۲ کال د فبروري پر یوولسمه صادر شوی و، چې د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ته د غیر معمولي ګواښونو مخه ونیسي.
د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي: “په افغانستان کې پراخ بشري بحران، چې د خوړو نه خوندیتوب، د اوبو، روغتیایی مرستو، حفظ الصحې، سرپناه او نورو اساسي بشري اړتیاوو ته په کتو د اقتصادي سقوط د ژورېدو امکان او ګواښ زیاتوي، چې د امریکا د ملي امنیت او د امریکا بهرنۍ پالیسۍ ته یې د پېښیدو احتمال شته. “
د فرمان له مخې، د افغانستان بانک شتمني د یو بل کال لپاره کنګل پاتې کیږي.
جو بایډن ویلي، چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د استازو په ګډون بېلابېلې ډلې د افغانستان بانک د شتمنیو قانوني ادعاوې لري یا یې دعوا ګانو ته چمتووالی ښودلی دی.
اسلامي امارت له امریکا غواړي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او نور د افغانانو حقونه تر پښو لاندې نکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان بانک شتمنۍ د افغانانو ملي پانګه ګڼي او له امریکا څخه غواړي، چې نور افغان ولس له خپلو حقونو څخه بې برخې نکړي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان د افغانستان بانک د شتمنیو دوامداره کنګل ساتل د هېواد اقتصاد ته زیان رسونکي ګڼي او ټینګار کوي، چې د امریکا دا اقدام به افغانانو ته زیان ورسوي. دوی په دې باور دي، چې د امریکا دا اقدام د ټولو نړیوالو او بشري قوانینو خلاف دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پېنځلسمه د امریکا پر مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته؛ امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو د افغانستان له ۹ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو څخه زیاته شتمني کنګل کړه او د افغان واکمنو لاسرسی یې ورته وخنډاوه. له دې پیسو څخه، د افغانستان بانک شاوخوا ۷ میلیارډ ډالر د نیویارک په فډرالي بانک کې ساتل شوي وه، چې ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر بیا په سویس کې د افغانستان وجهي صندوق ته ولیږدول شول.