نړۍ
بایډن د کرونا ویروس له کبله قرنطین شو
د رویټرز د ټولپوښتنې له مخې، چې د سېشنبې پر ورځ پای ته رسیدلې شاوخوا ۴۰ سلنه ډیموکراټانو ویلي، چې بایډن باید له ټاکنیزو هڅو تېر شي. په سلو کې ۶۵ خپلواک رای ورکوونکي هم له دوی سره همغږي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر کرونا ویروس اخته شوی او غواړي، چې د ډیلور ایالت په خپل ځانګړي استوګنځي کې ځان قرنطین کړي.
بایډن د چارشنبې پر ورځ ( د چنګاښ اووهویشتمه ) د کرونا ویروس ازموینه وکړه او پایله یې په داسې حال کې مثبته شوه، چې نوموړي لاس وګاس ته د ټاکنیز کمپاین لپاره سفر کړی و.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر د ازموینې پایله له هغې وروسته اعلان کړه، چې بایډن پر کرونا ویروس د اخته کیدو له کبله خپله وینا لغو کړه.
هغې زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر واکسین شو او په ډیلور کې به ځان قرنطین کړي.
بایډن په داسې حال کې، چې الوتکې ته پورته کېدو او له لاس وګاس څخه ډیلور ته تلو؛ خبریالانو ته وویل، چې ښه دی؛ خو ورو – ورو له اندرپایې پورته شو، کټاره یې ونیوله او د الوتکې ور ته څو ګامه پاتې ول، چې ودرېد.
بایډن د ۲۰۲۲ کال په جون کې پر کرونا اخته شوی و؛ د جون پر یوویشتمه یې د ازموینې پایله مثبته شوه او د جون پر اووهویشتمه روغ شو. د جون پر دېرشمه بیا کرونا شو؛ خو د اګست پر اوومه بېرته بشپړ روغ شو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا ناروغي د بایډن لپاره په داسې یو حساس وخت کې راځي، چې هغه د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ پروړاندې په ایالتونو کې ټاکنیزه سیالي له لاسه ورکړې ده.
ټرمپ د شنبې پر ورځ په داسې حال کې له یوه مرګونې بریده ژوندی پاتې شو، چې په روانه اوونۍ کې د جمهوري غوښتونکیو د کنوانسیون مشري کوي.
د رویټرز د ټولپوښتنې له مخې، چې د سېشنبې پر ورځ پای ته رسیدلې شاوخوا ۴۰ سلنه ډیموکراټانو ویلي، چې بایډن باید له ټاکنیزو هڅو تېر شي. په سلو کې ۶۵ خپلواک رای ورکوونکي هم له دوی سره همغږي دي.
په دې ټولپوښتنه کې شاوخوا ۵۸ سلنه ډیموکراټ رای ورکوونکیو ویلي؛ دوی باور لري، چې بایډن ډېر زوړ دی او د حکومت مشري نشي کولی، چې ۷۰ سلنه خپلواک رای ورکوونکي هم ورسره همغږي دي.