Connect with us

تازه خبرونه

بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا ۳۰  سلنه  ډېره شوې – د سره صلیب نړیواله اداره

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۳, ۱۴۰۰)

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) اندېښنه ښودلې، چې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا په سلو کې ۳۰ زیاته شوې ده.

دغې کمېټې د سې شنبې پر ورځ (د کب ۳) ټویټ کړی، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۴.۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته نړیوالې مرستې بندې شوې او سربېره پر دې په بهرنیو بانکونو کې د افغانانو میلیارډدونه ډالر ملي شتمني، چې ډېرذه برخه یې د امریکا په فډرال بانک کې زیرمه دي؛ کنګل شوې او د نوي امارت د اقتصادي پراختیا لپاره له لاسرسي  بهر پاتې شوې.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي له له اقتصادي ستونزو سره مخ او د خواړو له نه خوندیتوب او یو میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې ول، چې د نړیوالې ټولنې حکومتونه باید د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره له افغانستان سره د همکارۍ اړیکې پراخه کړي.

تازه خبرونه

یو افغان په اتریش کې د درې ښځو د قتل پر تور ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

د اتریش پولیسو یو ۲۷ کلن افغان د دغه هېواد د پلازمېنې ویانا په یوه فاحشه‌خانه کې د درې ښځو د وژلو پر تور نیولی دی.

د بي بي سي خبریال راپور ورکړی، چې دغه درې ښځې پر چړې وژل شوي او شکمن کس په داسې حال کې، چې چړه ورسره وه فاحشه‌خانې ته نږدې پټ شوی و.

تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه؛ خو له نیول شوي افغان څخه پوښتنې روانې دي.

ویل کیږي، چې په ويانا کې يوه ښځه او د هغې لور هم په يوه ناڅرګنده پېښه کې وژل شوي؛ خو چارواکي په دې باور دي، چې د دغې ښځې خاوند د پېښې مسوول دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیرخان متقي ترکمنستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ د ترکمنستان ته ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د یکشنبې پر ورځ ( د کب شپږمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف پر بلنه پر دوه اړخیزو مسایلو د خبرو لپاره دغه هېواد ته روان شو .

د دې پلاوي په سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوسپنې‌پټلۍ ادارې او د افغانستان برښنا شرکت چارواکو ګډون کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

خواشینوونکې ده، چې اسلامي امارت ته د دوحې په غونډه کې د خبرو زمینه برابره نه‌شوه – چین

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان په چارو کې د چین استازي یو شیایویونګ د شنبې پر ورځ په ایکس پانه کې لیکلي، چې دا ناسته د اندونو د وړاندې کولو لپاره ګټوره وه او هېوادونو له افغانستان سره د عملي اړیکو او خبرو عوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړې؛ افسوس، چې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې ګډونوال یو ځل بیا د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت  ) له واکمنو چارواکو سره پر خبرو کولو بریالي نه‌شول. لکه څنګه، چې چین او د سیمې هېوادونه یې غوښتونکي وه.  

د چین دې ډیپلومات زیاته کړې؛ هېواد یې په دې ناسته کې د ډېرو بشري مرستو، معتدلې حکومتولۍ او د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو غوښتونکی شو.

دغه راز چین له امریکا غوښتي، چې د افغانستان د بیا جوړونې او رغونې مسوولیت دې پر غاړه واخلي، د افغانستان بندې شتمنۍ دې ازادې او یو اړخیزه بندیزونه دې لرې کړي.

ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه، چې د افغانستان په اړه د دوحې په دوه‌یمه ناسته کې له نورو استازیو سره ګډون وکړي؛ خو اسلامي امارت د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو له کبله هغه رد کړه.  

اسلامي امارت په دې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د خلکو استازيتوب، تعامل او له عمومي منشي سره د لیدنې غوښتنه کړې وه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!