Connect with us

لوبی

له سویلي افریقا سره په نیمه پایلوبه کې ماته مو د کار پیل دی – راشدخان

هندي مینه‌وال ویلي: افغانستان د کرکټ یو مخ پر ودې ځواک دی، دا تاسې ته د زده‌کړې یوه تجربه ده، خپله انګیزه لوړه وساتئ، تاسې به ډېر ژر د نړۍ اتلان شئ، لږ تر لږه د نورو ډېرو لوبډلو پر پرتله.

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د پنجشنبې پر ورځ (د چنګاښ اوومه) د سویلي افریقا پر وړاندې د ۲۰ اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له ماتې وروسته ویلي، چې دا د لوبډلې لپاره یوه ستونزمنه سیالي وه او لوبډلې د توپ‌وهنې په برخه کې تېروتنې وکړې.

راشد خان په خپلو خبرو کې ویلي: دا زمونږ لپاره یوه ستونزمنه سیالي وه. کېدی شي له دې مو لږ څه ښه لوبه کړې وه؛ خو شرایطو اجازه رانکړه، چې څه موغوښتل هغه ترسره کړو. تاسې باید د هر حالت لپاره ذهني چمتووالی ولرئ؛ خو د هغو (سویلي افریقا) د لوبې بڼه ځانګړې وه. مونږ یوازې ښه توپ‌ونه‌واهه.

په هرصورت، هغه خپل چټک توپ‌اچوونکي وستایل او څرکندوي؛ دوی په رښتیا هم ځان پژژندلی دی.

راشد خان ويلي: د سیالیو پر مهال هغو ( توپ‌اچوونکيو) له مونږ ساتنه وکړه او دا مو د بريا لامل و. د نوين او فضل لوبې د يوه واحد په توګه زمونږ کار نور هم اسانه کړ.

راشد زیاته کړې، په کلي توګه مونږ په تر فشار لاندې شرایطو کې د مدیریت له بڼې څخه راضي یوو. دا ډېره خوندوره وه.

د راشد خان د څرګندونو له مخې: د سترو لوبډلو ماتول مونږ ته ډېر ځانګړی او د کار پیل دی. مونږ اوس په دې باور یوو، چې کولی شو هرې لوبډلې ته ماته ورکړو.

هغه زیاته کړې: مونږ ډېر څه زده‌کړل او راتلونکی ته به مو دا باور له دې هم ډېر ښه وي.

داسې ښکارېده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د سیالیو په بهیر کې هیڅ راز تېروتنه ونکړي؛ خو پخپله نیمه پایلوبه کې یې سیالي سویلي افریقا ته وبایلله.

دا یوې داسې لوبډلې ته، چې له دې مخکې نیمه پایلوبې ته نه وه رسېدلي؛ یو زړه‌راکښړنې سیالي وه.

د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه، چې ورسره سم د سویلي افریقا له‌خوا له ننګونې سره مخ او د ۵۶ منډو هدف یې ورته وټاکه.

د سویلي افریقا لوبډله وتوانېده، چې ټاکلی هدف په نهه اوورونو کې پوره او د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په وروستي پړاو کې د لوبې لپاره ځان ډاډه کړي.

د سویلي افریقا لوبډلمشر آیډن مارکرم له لوبې وروسته په مرکه کې وویل: دا ښه احساس دی. په رښتیا هم دا لوبډلمشر ندی، چې تاسې تر دې ځایه رارسوي – دا پراخه ګډه هڅه ده.

هغه زیاته کړې، زه رښتیا هم خوښ یم، چې د کپ د پورته کولو یوه هڅه ولرم.

هغه وایي: دا ځانګړې وه. مونږ نېکمرغه شو، چې د لوبې پچه مو له لاسه ورکړه. مونږ هم غوښتل، چې توپ‌اچونه وکړو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، توپ‌اچوونکیو توپ په سمو ځايونو کې وویشت او لوبه يې افغان توپ‌وهونکیو ته ستونزمنه کړه.

هغه وایي، چې دا ډېره ستونزمنه وه؛ خو مونږ دا ګډه موضوع درک کړې وه، چې مخکې له مخکې مو په افغان لوبغاړو کې له منځه یوړه.

مارکرم وویل: اوس یوازې یو ګام تر وروستي پړاوه پاتې دی. دا یوه زړه‌راکښونکې ننګونه ده، چې ډېر وخت ترې بې برخې وو.

هغه زیاته کړې: په دې اړه ډېر نطرونه شته؛ خو مونږ د تېرو څو کلونو په بهیر کې د کرکټ ښې لوبې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوبې وروسته راشد خان ته د زړه له تله پیغام استولی او په ټولنیزو رسنیو کې یې لیکلي، چې سر لوړ وساتئ! تاسې دا پېښه نړۍ ته ډالۍ کړه!

ESPNcricinfo هم په ایکس کې یو هڅوونکی پیغام ولیکه؛ نن د پایلې له په پام کې نیولو پرته دا د افغانستان لپاره د ۲۰ اوریز نړیوال جام تاریخي کمپاین دی.

د کرکټ ځینې مینه‌والو د کرکټ نړیوالې شورا مهال‌وېش تر پوښتنې لاندې راوست او څرګندوي، چې د بنګله دېش پر وړاندې د اته غوره لوبډلو له لوبې څخه یوازې ۴۸ ساعته وروسته د افغانستان لپاره خورا ستونزمنه وه، چې په اړینه نیمه پایلوبه کې لوبه وکړي.

سربېره پردې له سنټ وینسنټ څخه د الوتنې څلور ساعته ځنډ پدې معنا و، چې لوبډله له لوبې څخه لږ مخکې ټرینیډاډ ته ورسیده  او د روزنې یا دمې لپاره یې هیڅ وخت پاتې نشو.

دغه راز په کور دننه او بهر خلکو په ټولنیزو رسنیو کې افغانستان ته د ۲۰ اوریزو لوبو پر مهال د ډاډمنو هڅو د ترسره کولو مبارکۍ وړاندې کړې.

د هند راجات اګاروالا ویلي: د راشد ماتې ته غېږ ورکړئ او په هغه څه وویاړئ، چې ترلاسه کړي مودي. د افغان لوبډلې تر ټولو ښې هڅې مو مبارک شه!

BeingBhaijaan لیکلي، اتلانو خپل سرونه هسک وساتئ؛ مونږ پر تاسو ویاړو. له ستاسو ټولو څخه مننه، چې هڅې مو زمونږ د ملت د خوښۍ لپاره ترسره کوئ. ته حیرانونکی یاست.

یو بل هندي مینه‌وال ویلي: افغانستان د کرکټ یو مخ پر ودې ځواک دی، دا تاسې ته د زده‌کړې یوه تجربه ده، خپله انګیزه لوړه وساتئ، تاسې به ډېر ژر د نړۍ اتلان شئ، لږ تر لږه د نورو ډېرو لوبډلو پر پرتله.

په ډیلي کې میشت خبریال هاریش کومار په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان د بریاوو لنډیز وړاندې کړاو په ایکس کې لیکي: دې مقام  ته رسېدل د پام وړ لاسته راوړنه ده، چې نه یوازې د استثنایی لوبې ښکارندوي کوي، بلکې له مثالي چلند سره نړیوال لیدونکي هم راجذبوي. پرته د لوبې له پایلې تاسې ته د حتمي ګټونکي په توګه کتل کیږي.

 

اړوند خبرونه: 

د افغانستان لوبډلې سویلي افریقا ته خپله لومړۍ نیمه پایلوبه وبایلله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!