تازه خبرونه

بلغاریا پېنځه کسان د ۱۸ افغان کډوالو د وژنې پر تور محاکمه کوي

د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر اووه‌لسمه د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه، چې ښکاره د هوا د نه‌رسېدو له کبله مړه شوي وه؛ صوفیه ښار ته نږدې په یوه لارۍ کې وموندل شول.

Published

on

Last Updated on: وری ۱۳, ۱۴۰۴

د بلغاریا د صوفیه ښار څارنوالۍ دفتر ویلي: پېنځه کسان به د ۱۸ افغان کډوالو د قاچاق او وژنې د پېښې پر تړاو، چې شاوخوا دوه کاله مخکې رامنځته شوې وه؛ محاکمه شي.

د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر اووه‌لسمه د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه، چې ښکاره د هوا د نه‌رسېدو له کبله مړه شوي وه؛ صوفیه ښار ته نږدې په یوه لارۍ کې وموندل شول.

د بلغاریا د خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د دې پېښې په صورت دعوه کې راغلي، چې په لارۍ کې ۵۲ افغانان سپاره ول.

د صوفیه ښار د څارنوالۍ دفتر ویلي: سره له دې، چې دوه تورنو د کډوالو تنفسي ستونزه ولیدله؛ خو بیا یې هم د کانټینر دروازه وتړله؛ هغوی یې یو پربل پراته پرېښودل او حرکت یې وکړ.

Trending

Exit mobile version