لوبی
بنګله دېش د کریم جنت له درې پرلهپسې ویکتو سره – سره افغانستان ته ماتې ورکړه
د جمعې پر ورځ د سیلهت لوبغالي د لومړۍ شل اووريزې لوبې په وروستي اوور کې افغان کريم جنت هيت تريک ( پرلهپسې درې ويکټو) ترسره کړ؛ خو بنګلديش، چې يوازې يو توپ یې پاتې و د دوه ويکتو پر توپير بريا خپله کړه.
د افغانستان د ۱۵۴ منډو په ځواب کې د پېنځمې ویکتې لپاره د توحید او شمیم حسین د ۷۳ منډو له ملګرتیا وروسته کوربه لوبډلې د دوه لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله، چې بیا ورسره په سیلهت نړیوال لوبغالي کې زړه راکښونکې ننداره پیل شوه.
د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ راشد خان، شمیم پر ۳۳ منډو وسوځاوه او ملګرتیا یې ورماته کړه؛ خو بنګله دیش د بریا پر لوري هڅې کولې، ځکه دوی له وروستي اوور څخه یوازې شپږ منډو ته اړتیا درلوده.
کریم جنت د وروستي اوور پر دوهیم، درېیم او څلورم توپ مهدي حسن میراز، تسکین احمد او نسیم احمد وسوځول او کوربه لوبډله یې له بریا څخه دوه منډې لرې کړه.
بیا شریف الاسلام ۱۰ نمبر میدان ته راودانګل او د خپل پیاوړي وار پر ترسره کولو یې بنګله دیش لوبډله د لوبې بریا ته ورسوله.
د بنګله دیش لوبډلمشر شکیب الحسن څرګنده کړې: مونږ باور درلود، چې د لوړې شمېرې ټول لوبغاړي مو کولی شي توپوهنه وکړي. نن د شریف الاسلام وار و؛ خو میراز کولی شول، هغه پای ته ورسوي.
افغان لوبډلمشر راشد خان د ملي لوبډلې له لوري د هدف په ساتنه کې پر پاتې راتلو خواشیني ښکاره کړه.
هغه ویلي؛ د توپ اچونې له ځانګړنې سره – سره، چې مونږ یې لرو د منډو موخه پوره وه، خو په شل اووریزو لوبو کې یو لوبغاړی کولی شي لوبه له تاسې خپله کړي.
افغان لوبډله د توپ وهنې په پیل کې له ستونزو سره مخ شوه او د ۵۲ منډو پر جوړولو یې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو د افغانستان لپاره محمد نبي پر ۴۰ توپونو ۵۴ منډې وکړې او د دفاع وړ ټکی یې ترلاسه کړ.
عظمت الله عمرزي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د شل اووریزو سیالیو دوهیمه لوبه د یکشنبې پر ورځ ترسره کېږي.