Connect with us

تازه خبرونه

بنیاد بیات په غزني ولایت کې لسګونو اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشلې

خپور شوی

د

بنیاد بیات د خپلو ژمنیو مرستو له مخې په غزني ولایت کې پر لسګونو اړو کورنیو مرستې ووېشلې.

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ په دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شته، چې د یاد بنسټ استازیو له سروې وروسته مستحق کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په نوملړ کې لیکل شوي دي.

د بنیاد بیات مرستیال محمد اسماعیل ویلي: بنیاد بیات هر کال د سړې هوا له کبله مرستې وېشي. له نېکه‌مرغه سږ کال مو هم د مرستو لړۍ پیل کړې، چې پخوا مو په کابل ولایت کې ووېشلې او نن هم د غزني ولایت ته راورسېدو او پر یو شمېر مستحقو کسانو به خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشو.

نوموړي زیاته کړې؛ په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، وریجې او د کمبلو، جمپرونو او جرابو په ګډون غیر خوراکي توکي شته دي.

هغه دا هم ویلي، چې په ژمي کې به د کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو د دوی د مرستو د وېش لړۍ روانه وي.

دغه راز هغه اړمنې کورنۍ، چې له دغو مرستو برخمنې شوي؛ خوښ دي او له نورو خیریه بنسټونو د ورته مرستو غوښتنه کوي.

بنیاد بیات له دې وړاندې هم د غزني ولایت له اړمنو اوسیدونکیو سره د پام وړ مرستې کړې دي.

د يادونې ده، چې بنیاد بيات په يو شمېر نورو ولايتونو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د جوماتونو، روغتيايي مرکزونو، سپورټي ډګرونو او ښوونځيو په جوړولو کې هم د پام وړ مرستې کړې دي.

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!