تازه خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په ترمذ خبرو کې د سیمه‌ییزې سولې او همکارۍ په اړه خپله ژمنتیا وړاندې کړه

هغه د ​​ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمه‌ییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم ويلي، چې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د طبیعي پل په توګه کار کوي او چمتو دی، چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو نوښتونو کې فعاله او رغنده برخه ولري.

هغه د ​​ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمه‌ییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

نعیم په خپلو څرګندونو کې د ازبکستان له حکومت څخه د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ لپاره د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې د دغو سیمه‌ییزو خبرو له کوربتوب څخه د زړه له کومې مننه وکړه.

هغه له ازبکستان څخه د نږدې ګاونډي او سټراټیژیک ملګري په توګه هم ستاینه وکړه او په وروستیو کلونو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر بې سارې پراختیا اعتراف وکړ.

هغه وایي، چې سیمه‌ییزه همکاري نه یوازې د ښکېلو هېوادونو د ګټې لپاره ښه ده، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم اړینه ده. افغانستان غواړي، چې په اقتصادي ادغام او سیمه‌ییز اتصال کې یو باوري ملګری پاتې شي.

محمد نعیم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شته ګډو طرحو د یادونې په ګډون د افغان- ټرانس اوسپنې‌پټلۍ جوړول یوه اړینه پروژه یاده کړه، چې موخه یې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د اتصال زیاتوالی دی.

هغه له سرخان دریا څخه تر پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي لېږد ته هم نغوته(اشاره) وکړه، چې تمه ده ورسره برښنا ته د افغانستان لاسرسی د پام وړ زیات شي.

سربېره پردې هغه د عصري ټکنالوژیو پر کارولو د ګډو کرنیزو پروژو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ۲.۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د انرژۍ، کرنې او صنعت په سکټورونو کې د تړونونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

هغه ټینګار وکړ، چې دا بدلونونه د دوامداره پرمختګ او سیمه‌ییز ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې ښیي.

هغه د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي یو ځل بیا تائید کړه، چې په اقتصادي همکارۍ، سیمه‌ییزې ښکېلتیا او متقابل درناوي ولاړه ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي او په دې اړه به د متقابل چلند غوښتنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د بېخبناوو، ټرانسپورټ، انرژۍ، سوداګرۍ، تعلیم، اقلیمي بدلون او دوامداره پراختیا په اړه په سیمه‌ییزو نوښتونو کې د فعال ګډون لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ.

هغه ټینګار وکړ، چې متوازن سیمه‌ییز پرمختګ، خبرې اترې، همغږي او باور جوړونه د معنا لرونکي او دوامداره پرمختګ بنسټونه دي.

نعیم له نړیوالې ټولنې، سیمه‌ییزو حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مالي ادارو څخه وغوښتل، چې افغانستان د یو باوري ملګري په توګه وپېژني او په بېخبناوو، ظرفیت جوړونې او اقتصادي پراختیا کې د پانګونې له لارې د دې هېواد ملاتړ وکړي.

نوموړي په پای کې له ترمذ ډیالوګ څخه د افغانستان پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او هغه یې د نظرونو د تبادلې، متقابلې همغږۍ د ودې او عملي همکارۍ رامنځته کولو لپاره د یو اړین بنسټ په توګه وستایه.

نعیم څرګنده کړې: “مونږ د دې خبرو پایلو ته د زړه له کومي سترګې پر لار یوو، چې زمونږ سیمې او خلکو ته د روښانه او پوره سوکاله راتلونکي لپاره لار اواره کړي.”

Trending

Exit mobile version