سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د داعش لسګونه غړي تسلیم شول

Published

on

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د افغانستان په دې ولایت کې د قومي مشرانو پر منځګړیتوب د داعش ۵۹ غړیو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي دي.

د ننګرهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر محمد ادريس ويلي؛ دغو وسلوالو په چپرهار، سرخرود، خوږياڼو، لعلپورې، اچين او سپين غر ولسواليو کې فعاليت درلود، چې د قومي مشرانو په منځکړيتوب د عفوی د فرمان پر بنسټ تسلیم شول.

دغو پخوانیو وسلوالو ویلي، چې له داعش سره په یوځای کېدو پښېمانه دي او هېڅکله به بېرته ورونګرځي.

په ننګرهار کې د اسلامي امارت د استخباراتو مسوولین وايي، چې اوس هم د وسلوالو داعشیانو پر مخ په مشروط ډول د تسلیمۍ دروازې پرانیستي دي.

قومي مخور عبدالغفار، چې په دې اړه یې منځګړیتوب کړی وايي؛ که له دې وروسته هر تسلیم شوی کس د اسلامي امارت مخالفت وکړي د قومي تړون له مخې به يې کور وروسوځوو او له وطنه به وشړل شي.

د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا په ننګرهار کې تر دې دمه شپږ سوه پنځوس داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

Trending

Exit mobile version