تازه خبرونه
بیات بنسټ په میدان وردګ کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د بیات بنسټ چارواکو ویلي؛ د روژې مرستې( اوړه، غوړي او وريجې) د سروې له ترسره کولو وروسته مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورکړ شوې دي.
بیات بنسټ په مبارکه روژه کې د خپلو مرستو لړۍ تر میدان وردګ ولایت پورې رسولې او لسګونو اړمنو کورنیو ته یې خپل اړوند خوراکي توکي ووېشل.
د بیات بنسټ چارواکو ویلي؛ د روژې مرستې( اوړه، غوړي او وريجې) د سروې له ترسره کولو وروسته مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورکړ شوې دي.
دوی زیاته کړې؛ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم اړمنو خلکو ته د دغو بشري مرستو وېش په پام کې نیول شوی دی.
د بیات بنسټ مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي: “د مبارکې روژې پر مناسبت د بیات بنسټ د مرستو پر دوام سربیره، چې پخوا په بېلابېلو ولایتونو کې وېشل شوې وې؛ نن مو له نېکهمرغه د میدان وردګ ولایت مستحقو او بې ځایه شویو خلکو ته وړاندې کړې.”
بې کاري په ټول هېواد کې د خلکو د بېوزلۍ یو علت دی او له همدې کبله ډېری کورنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له نورو خیریه موسسو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه کړې او وایي، چې اړوند خیریه بنسټونه دې هم په دې سختو شرایطو کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
د مرستې ترلاسه کونکی وایي: “مونږ له بیات بنسټ څخه مننه کوو، چې تر مونږ یې خپلې اړوند مرستې راورسولې.”
بیات بنسټ د مرستو پر وېش سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، جوماتونو جوړولو او ژورو څاګانو کېندلو په برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
است.