تازه خبرونه

بیات بنیاد د جوزجان ولایت له لسکونو بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۴۰۲)

بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې دې بنسټ د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د جوزجان ولایت له لسګونو بې ځایه شویو او راستنېدونکیو کورنیو سره مرسته وکړه.

د افغانستان د شمال جوزجان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د ژمي په موسم کې یې ډېري اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ وي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

له همدې کبله بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د جوزجان ولایت له لسګونو اړو او راستنېدونکیو کورنیو سره مرسته وکړه.

د بیات بنیاد استازي یافث ثاقب ویلي؛ په وېشل شويو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او ژمنۍ جامې شاملې دي.

دغه راز د بیات بنیاد مسوولین د هېواد په نورو ولایتونو کې هم له بې‌وزلو کورنیو سره د ورته مرستو خبر ورکوي.

هغه کورنۍ، چې له دغو مرستو برخمنې شوي له بيات بنياد څخه مننه کوي او وايي: دغه مرستې کولى شي د دوى ځينې ستونزې اوارې کړي.

دوی له نورو مرستندویو بنسټونو هم غوښتي، چې په روان ژمي کې له خپلو اړمنو هېوادوالو سره ورته مرستې وکړي.

له دې مخکې هم بیات بنیاد د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ګڼ شمېر اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې کړې دي.

Trending

Exit mobile version