تازه خبرونه

بیات بنیاد د لغمان له لسګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د لغمان ولایت له سلګونو اړمنو کورنیو سره د یو لړ خوراکي توکو مرسته وکړه.

بیات بنیاد د افغانستان د ختیځ زون په لغمان ولایت کې اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسولې.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل خان پًه دې اړه ویلي، چې، دوی د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په لغمان ولایت کې پر بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشله.

حاجي محمد اسمعیل خان زیاته کړې؛ په دغو مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې له يوې سروې وروسته پر اړمنو کسانو او کورنیو ووېشل شول.

د بیات بنیاد مسوولین وايي، له اړمنو کورنیو سره د دوی مرستې دوام لري او ډېر ژر به د یو شمېر ولایتونو پر هغو اوسېدونکو ووېشل شي، چې له مرستو نه یې نه دي برخمن شوي.

نوموړي ویلي؛ له اړمنو کورنیو سره د دوی مرستې دوام لري او ډېر ژر به د یو شمېر نورو ولایتونو پر هغو اوسیدونکیو ووېشل شي، چې تر دې دمه مرستې وررسېدلي ندي.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکي پر نورو مرستندويه ادارو غږ کوي، چې له اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي.

د مرستې ترلاسه کونکي خوښ دي، چې په دې ستونزمنو شرایطو کې یې مرسته تر لاسه کړي ده.

د هېواد د ختيځې سيمې اوسېدونکی شهریار د بيات بنياد د مرستو له روانې لړۍ هرکلى کوي او پر نورو مرستندويه ادارو غږ کوي، چې د ژمي په دې ستونزمنو اقتصادي شرايطو کې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې بیات بنیاد هر کال د ژمي له رارسېدو سره خپلې ژمنۍ مرستې پیلوي او تر هغې دا لړۍ روانه ساتي، چې د هېواد د ټولو ولایتونو اړمنو کورنیو ته یې رسولي نه وي.   

Trending

Exit mobile version