Connect with us

تازه خبرونه

بې‌ځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیان‌من کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره

دغه راپور، چې « د تګ په حال کې ماشومان » نومېږي، د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اته‌لسمه په کابل کې خپور شوی او په اووه ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د کورنیو له سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

خپور شوی

د

 

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بې‌ځایه کېدا په تېرو درې کلونو کې د ماشومانو ترمنځ لوږه زیاته کړې، د هغوی د زده‌کړو بهیر یې ګډوډ کړی او هغوی یې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کړي دي.

دغه راپور، چې « د تګ په حال کې ماشومان » نومېږي، د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اته‌لسمه په کابل کې خپور شوی او په اووه ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د کورنیو له سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د دې راپور موندنې ښيي، چې له نیمایي ډېر بې‌ځایه شوي ماشومان د خپلو کورونو له پرېښودو وروسته خوړو ته د لاسرسي له کمښت سره مخ شوي او له هرو پنځه ماشومانو څخه دوه څرګندوي، چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی دی.

د راپور له مخې؛ له ۹۰ سلنې ډېر څېړل شوي ماشومان په تېرو درې کلونو کې د بې‌ځایه کېدا یا کډوالۍ تجربه لري. ۵۵ سلنه یې وایي، چې د ځای له بدلېدا وروسته لږ خواړه ترلاسه کوي، ۴۱ سلنه د خپل روغتیايي وضعیت له خرابېدا خبر ورکوي او د کورنیو ۳۳ سلنه سرپرستانو ویلي، چې د خپلو ماشومانو زده‌کړو ته یې لاسرسی کم شوی دی.

سره له دې، چې اړتیاوې زیاتې شوې دي؛ بشري مرستې ګڼو ماشومانو ته نه‌رسېږي. له هرو لس ماشومانو څخه یوه ماشوم ویلي، چې هر ډول مرسته یې ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې ۹۰ سلنه یې خوړو ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا لري.

دغه موندنې په داسې وخت کې خپرېږي، چې د ۲۰۲۳ز.کال له سپټمبر راپدېخوا له ۶.۶۷ میلیون ډېر افغان وګړي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

 د راپور د څرګندونو له مخې؛ دې بهیر د افغانستان نفوس ۱۴ سلنه زیات کړی او پر هغو کورنیو او ټولنو یې ډېر فشار راوستی، چې له دې مخکې هم له بېوزلۍ، د خوړو له کمښت او پرله‌پسې بحرانونو سره مخ وې.

افغانستان اوس هم په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کورنیو بې‌ځایه شویو تر ټولو لوړه کچه لري.

د دغه راپور له مخې: تر ۲۰۲۵ز.کال پورې شاوخوا اووه میلیون کسان، چې د ټول هېواد د نفوسو نږدې ۱۴ سلنه کېږي؛ په افغانستان کې دننه بې‌ځایه شوي وه.

بېوزلي او د کاري فرصتونو نشتوالی؛ د بې‌ځایه کېدا اصلي لاملونه

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په راپور کې راغلي؛ اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د بې‌ځایه کېدا تر ټولو مهم لامل دی. نږدې نیمایي( ۴۹ سلنه ) څېړل شویو ماشومانو ویلي، چې کورنیو یې د کار نه موندلو یا د کافي عاید د نشتوالي له کبله خپل د اوسېدو ځای پرېښی دی. د هغوی درېیمه برخه د خپلو کورنیو د ځای بدلولو له لاملونو څخه د خوړو کمښت یادوي.

دغه راز نږدې څلورمه برخه ماشومانو ویلي؛ کورنۍ یې له بل هېواد څخه د ایستلو یا له هغه هېواد څخه د وتلو د فشار له کبله اړې شوې، چې خپل ځای بدل کړي.

په راپور کې راغلي، چې له هرو لس څېړل شویو ماشومانو څخه نږدې اووه یې په تېرو درې کلونو کې له دوه یا ډېرو بحرانونو لکه: وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو او جګړو سره مخ شوي دي.

د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب ګواښونه زیات شوي

د ماشومانو د ژغورنې ادارې ويلي، چې پرله‌پسې بحرانونو او بې‌ځایه کېدا په افغانستان کې د ماشومانو پر هوساینې او امنیت اغېز کړی دی.

د راپور د موندنو له مخې؛ له ۱۱ سلنې ډېرو ماشومانو ویلي، لږ تر لږه د خوندیتوب له یوه ګواښ سره مخ شوي دي. په دغو ګواښونو کې د ماشومانو درانده کارونه، فزیکي یا لفظي تاوتریخوالی او له وخت مخکې واده شامل دي.

د کورنیو سرپرستانو هم ویلي، چې نجونې د بې‌ځایه کېدا د سفرونو پر مهال او نويو سیمو ته له رسېدا وروسته له ډېرو ګواښونو سره مخ شوې دي.

افغانستان ته د بېرته ستنېدا په اړه د اته کلنې نوریې کیسه

د هغو ماشومانو په ډله کې، چې له بې‌ځایه کېدا زیانمن شوي؛ اته کلنه نوریه هم شامله ده، چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راستنه شوې ده. د هغې کورنۍ له پنځه لسیزو ډېر په پاکستان کې ژوند کړی؛ خو اړ شوه، چې دغه هېواد پرېږدي.

نوریه له خپل پلار، مور او درې خویندو او وروڼو سره نږدې یوازې په هغو جامو کې افغانستان ته راغله، چې پر تن یې وې.

نوریه وایي:« مونږ له پاکستان څخه راستانه شوو. هلته مو کور او ډېر ملګري لرل. افغانستان مې هم خوښېږي؛ خو ښوونځي او خپلو ملګرو پسې مې خفه یم. مونږ به یوځای لوبې کولې او ډېر به مو خندل. غواړو دلته هم پاکستان ته ورته ښوونځی ولرو، چې خپلې زده‌کړې روانې وساتم.»

د هغې کورنۍ د دې وس نه‌لري، چې ښوونځي ته د هغې د تګ راتګ لګښت ورکړي؛ خو هغه د ماشومانو د ژغورنې ادارې په یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز کې زده‌کړې کوي.

د دې ۲۸ کلنې مور نازو ویلي:« زما مېړه دلته کار نه‌لري او مونږ د خپلو اولادونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هیڅ عایداتي سرچینه نه‌لرو. هره ورځ اندېښمنه یم، چې د بلې ډوډۍ لپاره به څنګه خواړه پیدا کړو.»

هغې زیاته کړې:« کله، چې په یوه هېواد کې زېږېدلي یاست او هلته واده کوئ؛ هغه ځای ستاسو کور ګرځي او داسې احساس کوئ، چې له هغه ځای سره تړاو لرئ. کله، چې ناڅاپه د هغه ځای پرېښودو ته اړ شئ؛ نو ټول ژوند مو له منځه ځي او تش لاس بل ځای ته ورسېږئ.»

د ماشومانو د ژغورنې اداره د ډېرو مرستو غوښتنه کوي

په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې ادارې مشر اشیش دامله ویلي، چې هیڅ ماشوم باید د امنیت یا ژوندي پاتې کېدا لپاره د خپل کور، ښوونځی او ټولنې پرېښودو ته اړ نه‌شي؛ خو د ډېرو ماشومانو لپاره بې‌ځایه کېدا د ماشومتوب یوه برخه ګرځېدلې ده.

هغه زیاته کړې، ماشومان د خطرناکو لارو په اوږدو کې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کېږي او نویو سیمو ته له رسېدا وروسته یې کورنۍ هم د خوړو د برابرولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د لېږلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د دامله د څرګندونو له مخې، د« د تګ په حال کې ماشومان » راپور موندنې د اندېښنې وړ واقعیت څرګندوي؛ نوي ځای ته رسېدل د خوندي کېدا پر معنا نه‌ده.

هغه ټینګار کړی، چې نجونې او معلولیت لرونکي ماشومان پر ځانګړې بڼه له ډېرو ګواښونو سره مخ دي او بېوزلې کورنۍ اړ باسي، چې د ژوند کولو لپاره سختې پرېکړې وکړي. په داسې حال کې، چې ډېری یې لږې یا هیڅ بشري مرستې ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې رییس د ماشومانو د ساتنې لپاره د کډوالۍ په لارو کې د پرله‌پسې مالي سرچینو د برابرولو او په هر هغه ځای کې، چې ماشومان میشتېږي؛ بنسټیزو خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي د برابرولو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي:« هغه ماشومان، چې مخکې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي؛ باید له دغو ګواښونو سره یوازې مخ نه‌شي. دغه ماشومان یوازې د ورځني ژوندي پاتې کېدو له کچې د ډېر څه مستحق دي. هغوی حق لري، چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، بېرته ښوونځي ته ستانه شي او خپل ژوند له سره جوړ کړي.»

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې فعالیتونه

د ماشومانو د ژغورنې اداره له ۱۹۷۶ز.کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت کوي او د جګړو، بې‌ځایه کېدا او طبیعي پېښو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د خدمتونو وړاندې کولو روان ساتلي دي.

دا اداره اوس‌مهال د افغانستان په نهه ولایتونو کې خپل پروګرامونه پلي کوي او له شریکو بنسټونو سره په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم فعالیت کوي. دا اداره د روغتیا، تغذیې، زده‌کړې، د ماشومانو ژغورنې، سرپناه، اوبو، حفظ‌الصحې، روغتیايي خدمتونو او معیشت په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.

#آریانا‌نیوز #افغانستان #ماشومان #بې‌ځایه‌کېدا #بشري‌مرستې #دماشومانوژغورنې‌اداره

تازه خبرونه

قطر او بریټانیا د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې

الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.

Published

on

 

د قطر بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي؛ هېواد یې د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي، چې د سمندري تګ‌راتګ آزادي تضمین او په سیمه کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو په دې کتنه کې د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې وروستي تحولات وڅېړل او د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې پر ګډو ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار وکړ.

دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د شخړو د سوله‌ییز حل او د منځګړیتوب په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼې کې د افغانستان په تړاو د شویو خبرو جزئیات ورکړ شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدني‌زاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.

Published

on

 

د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د ګمرکي نظامونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدني‌زاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.

د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلام‌کلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي.

دواړو لوریو په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدا او د د ګمرکي محصولاتو د ورکړې ستونزې(خاک‌پولي) پر اواري، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د آسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان اقتصادي وده روانه ده؛ خو د کورنیو عواید او د اوبو کمښت د اندېښنې وړ دي– نړیوال بانک

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرله‌پسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.

Published

on

 

نړیوال بانک ويلي؛ د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ز.کال کې د کرنیزو حاصلاتو د ښه‌والي له کبله درې سلنه وده وکړي؛ خو د سرانه عوایدو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د اوبو د کمښت زیاتېدا پر کورنیو فشارونه ډېر کړي دي.

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرله‌پسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.

راپور زیاته کړې، چې د کاري فرصتونو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د کورنیو د پېر ځواک کم کړی او شاوخوا ۱۵.۹ میلیون افغانان د ۲۰۲۶ز.کال په سپټمبر او اوکټوبر کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ ول.

نړیوال بانک همداراز ویلي، چې افغانستان له ۲۰۰۳زږکال راپدېخوا هر کال په منځني ډول شاوخوا ۴.۹ میلیارډ مټرمکعبه د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي او په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو زېرمو د طبیعي بیارغېدا له کچې نږدې څلور برابره زیات دي.

د دې بنسټ د اټکل له مخې؛ د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ز.کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ز.کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي؛ خو له دې سره- سره به په ۲۰۲۸ز.کال کې سرانه تولید د ۲۰۲۴ز.کال پر پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.

د دولتي عوایدو په برخه کې، نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان کورني عواید د ۲۰۲۶ز. کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۰.۲ سلنه زیات شوي دي. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي عوایدو کموالی جبران کړی؛ خو له دې سره- سره عامه پانګونه اوس هم ټیټه ده او اټکل کېږي، چې په روان مالي کال کې د دولت پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱.۳ سلنې ته ورسېږي.

دغه راز له پاکستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ آسیا او ایران له لارې هېواد ته راوړل کېږي. همداراز د ۲۰۲۶ز. کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې وخت پر پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د اوبو کمښت د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو معیشت هم له خطر سره مخ کړی دی. کرنه د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک په ځان کې ځایوي او په افغانستان کې د اوبو د ټولو ایستلو ۹۵ سلنه برخه دې برخې ته ځانګړې شوې ده.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو د لا زیات ګډوډېدا، د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې او د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله رامنځته کېدونکي وضعیت کولی شي د افغانستان اقتصادي لیدلوری کمزوری کړي.

په دې راپور کې د سوداګریزو خوندي لارو جوړول، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو پراخول، چې ډېر راستنېدونکي کډوال مني او ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار د بیا لاسرسي زمینه برابرول، په افغانستان کې د ژوند د کچې د ښه کېدا له لومړیتوبونو بلل شوي دي.

نړیوال بانک د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې هم د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د بنسټیزو خدمتونو پر بیا رغولو، د اوبو لګولو د سیسټمونو پر رغونې او د اوبو د زیرمو او ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د« افغانستان پراختیايي وضعیت تازه‌کتنه» راپور د افغانستان د اقتصاد او ټولنې په اړه د نړیوال بانک د دوامداره څېړنیزو، څارنیزو او شننیزو فعالیتونو یوه برخه ده، چې موخه یې د شواهدو پر بنسټ د پالیسۍ جوړونې ملاتړ او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اقتصادي بدلونونو په اړه معلومات ورکول دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!