Connect with us

تازه خبرونه

بې ګټې هڅې، اعلانونه او څرګندونې مخالفانو ته زیان زیان رسوي – محمد یعقوب مجاهد

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۲

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې د اسلامي امارت مخالفانو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی بې ځایه هڅې به ورته زیانمنې شي.

محمد یعقوب مجاهد دغه څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ له شپږ میاشتني روزنیز کورس څخه د ۸۹۷ کماندویانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست یو ځل بیا له مخالفانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او د ګواښ احساس ونه‌کړي.

هغه وایي: هغه کسان، چې په بېلابېلو برخو کې د امنیت د ګډوډولو او د هېواد د ناامنه کولو لپاره منډې رامنډې وهي، ګوندي خبرې کوي او پر ډلو ټپلو پسې ګرځي؛ هغوی ته زمونږ پیغام دا دی، چې د افغانستان اسلامي امارت محترم مشرتابه عفو اعلان کړې ده. زمونږ د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو غېږې تاسې ته خلاصې دي. تاسې ته خطر نه، بلکې ستاسې د خوندیتوب هڅې تر سره کوي.

هغه زیاته کړې: دا بې ګټې هڅې اعلانونه او بې‌اغېزې څرګندونې به تاسې ته ګټه ونه رسوي؛ خو زیان به درواړوي. لکه څنګه، چې تاسې په تېرو وختونو کې خلکو ته امتحان ورکړی او ناکام شوي یاست، تاسې له دې سره خپله بد اراده خلکو ته ښکاره کوئ او خلک نور هم له تاسې کرکه کوي. تاسې به نور څه ترلاسه نه‌کړئ.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال هم خبرې وکړې او په هېواد کې یې د امنیت د ګډوډولو پر وړاندې خبرداری ورکړ.

عبدالسلام حنفي ویلي: هر هغه داخلي او خارجي دښمن، چې د افغانستان اسلامي نظام او ملي حاکمیت ته په سپکه سترګه وګوري؛ ان‌شاالله وبه‌ځپل شي. د افغانستان اسلامي امارت له ۴۰۰ زره څخه زیات امنیتي او تاسې ته ورته کمانډو او ځانګړي ځواکونه لري.

هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې له هر افغان سره ښه چلند وکړي.

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه ناسته

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوم‌لیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!