نړۍ
ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.
د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.
لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”
لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.
لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.
نړۍ
امریکا د ایران پر قشم ټاپو دفاعي بریدونه کړي
د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه بریدونه محدود ول او موخه یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ایران د توغندیو د ګواښونو مخنیوی و.
امریکايي چارواکو منلې، چې د دې هېواد ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د هرمز تنګي پر قشم ټاپو دفاعي بریدونه کړي دي.
د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه بریدونه محدود ول او موخه یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ایران د توغندیو د ګواښونو مخنیوی و.
هغوی ویلي، دغه بریدونه د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر معنا نهدي.
دغه راز د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا له دې مخکې په قشم ټاپو کې له څو چاودنو خبر ورکړی و.
د امریکا مرکزي قومندانۍ( سنتکام) تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په تېرو اوونیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
نړۍ
ټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز
د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د دفتر مرستیال رییس سټیفن میلر او د بودجې رییس راسل ووټ د روان کال له اپریل راپدېخوا د سپینې ماڼۍ له حقوقي دفتر سره پر هغو اجرائیوي اقداماتو کار کوي، چې ټرمپ یې د کډوالۍ، ګمرکي تعرفو، د کورونو لګښتونو او فډرالي لګښتونو په برخو کې د کانګرس له تصویب پرته پلي کولی شي.
رویټرز خبري آژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي او دوه نورو باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې سپینې ماڼۍ له څو میاشتو راپدېخوا د کانګرس د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د ډیموکراټانو د بریا احتمال ته چمتووالی نیسي او داسې پلانونه جوړوي، چې له مخې یې ټرمپ وکولی شي د کانګرس له تصویب پرته د اجرائیوي واکونو پر کارولو د خپلې اجنډا مهمې برخې پر مخ یوسي.
د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د دفتر مرستیال رییس سټیفن میلر او د بودجې رییس راسل ووټ د روان کال له اپریل راپدېخوا د سپینې ماڼۍ له حقوقي دفتر سره پر هغو اجرائیوي اقداماتو کار کوي، چې ټرمپ یې د کډوالۍ، ګمرکي تعرفو، د کورونو لګښتونو او فډرالي لګښتونو په برخو کې د کانګرس له تصویب پرته پلي کولی شي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار ویل شارف او ډله یې دا هم څېړي، چې ټرمپ په قانوني توګه له کانګرس پرته څه کولی شي، د واک حدود تر کومه پراخولی شي او که دغه پرېکړې په محکمو کې وننګول شي څنګه ترې دفاع کولی شي.
د راپور له مخې؛ د سېشنبې ورځې منځمهالې ټاکنې یوه ځانګړې سیاسي معادله رامنځته کوي؛ د کانګرس د کنټرول پر ترلاسه کولو به ډیموکراټان وکولی شي د ټرمپ د حکومت کړنې وڅېړي، د هغه د قانوني طرحو مخه ونیسي او د لګښتونو لومړیتوبونه یې محدود کړي؛ خو ټرمپ به د سوداګرۍ، بهرني سیاست او فډرالي ادارو په چارو کې خپل پراخ اجرائیوي واکونه وساتي.
ټرمپ ویلي، که جمهوريپال د کانګرس کنټرول له لاسه ورکړي؛ ښايي د یوې یا دوه میاشتو لپاره د ډیموکراټانو له طرحو سره مخالفت وکړي او ویټو یې کړي، خو وروسته به له هغوی سره جوړجاړي ته ورسېږي.
هغه د نیویارک پوسټ ورځپاڼې له پوډکاسټ سره په مرکه کې ویلي:« ګومان کوم د ویټو ښاغلی به شم او وروسته به په یوه پړاو کې ښايي هوکړې وکړو.»
ډیموکراټان د استازو په جرګه کې د جمهوريپالو د ۲۱۸ پر ۲۱۴ څوکیو اکثریت د له منځه وړلو لپاره د څلور نورو څوکیو ګټلو ته اړتیا لري.
دغه راز په سنا کې د جمهوريپالو د ۵۳ پر ۴۷ څوکیو اکثریت د بدلولو لپاره هم څلور نورې څوکۍ ګټل اړینې دي.
د نظرپوښتنو له مخې، ډیموکراټان د استازو جرګې د ګټلو چانس لري؛ خو د سنا پایله اوس هم روښانه نهده.
د راپور له مخې، ټرمپ په تېره یوه میاشت کې د جمهوريپالو د اکثریت ساتلو لپاره د امریکا بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي؛ خو مرستیالان یې پر پټه د ۲۰۲۷ز. کال لپاره د یوه بل سیاسي وضعیت پر وړاندې چمتووالی نیسي.
سپینې ماڼۍ د جمهوريپالو د احتمالي ماتې په اړه اندېښنې رد کړي او رسنۍ یې د ناسمې څرګندونې پر خپرولو تورنې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لارین بیس ویلي؛ د ټرمپ حکومت او جمهوريپال به د پولو امنیت ټینګولو، د قانون او نظم بېرته ټینګښت، د امریکایانو د لګښتونو کمولو او د خلکو لپاره د لاسته راوړنو په برخه کې خپلئ هڅې روانې ساتي.
د راپور له مخې؛ د سپینې ماڼۍ تر څېړنې لاندې په اجرائیوي اقداماتو کې د مهمو منرالونو او بادي برښناکوټونو پر وارداتو د نویو ګمرکي تعرفو لګول، د نړۍ د زدهکړیالانو او لنډمهالو بهرنیو کارکوونکو لپاره د ویزو د اصولو سختول او د کورونو او ودانیزو چارو د لګښتونو کمولو اقدامات شامل دي.
دغه راز د امریکا د بودجې او مدیریت دفتر رییس راسل ووټ څېړي، چې د کانګرس لهخوا د مخکې تصویب شوې بودجې له پیسو څخه کومې طرحې عملي کېدی شي.
نوموړی غواړي د فډرالي مرستو اصول هم بدل کړي، چې سیاسي ګومارل شوي چارواکي په دې اړه ډېر واک ولري او د حکومت کوم پروګرامونه له عامه بودجې څخه پیسې ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، ټرمپ له دغو پلانونو خبر شوی او په اړه یې په بحثونو کې هم برخه اخیستې ده.
له کانګرس پرته حکومتولي
ټرمپ د ۲۰۲۵ز.کال په جنورۍ کې واک ته له بېرته رسېدا راپدېخوا د ولسمشر د اجرائیوي واکونو حدود آزمویلي او د ګمرکي تعرفو د پراخولو، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو د سختولو، د فډرالي کارکوونکو د شمېر کمولو او د بهرني سیاست په برخو کې یې له کانګرس پرته اقدامات کړي دي؛ خو د مالیاتو او دولتي لګښتونو د کمولو لویه طرحه یې په ۲۰۲۵ز.کال کې د جمهوريپالو تر کنټرول لاندې کانګرس تصویب او ولسمشر لاسلیک کړه.
د «انسایډ الیکشنز» پر نوم د سیاسي چارو د خپلواکې شننې ادارې چلوونکي ناټن ګونزالس ویلي؛ ټرمپ په تېرو دوه کلونو کې پر لویه کچه کانګرس له پامه غورځولی او د اجرائیوي فرمانونو او واکونو له لارې یې د خپلو موخو د پلي کولو هڅه کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، که ډیموکراټان په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کړي؛ ټرمپ به خپلې دغه هڅې روانې وساتي.
د راپور له مخې؛ ټرمپ څو ځله د ملي بېړني حالت اعلان کړی، چې له نویو قوانینو پرته د اقدام کولو واک پراخ کړي. کانګرس کولی شي د دغو بېړنیو حالاتو د پای ته رسولو لپاره رای ورکړي؛ خو ولسمشر یې ویټو کولی شي او په دې صورت کې د ویټو د لغوه کولو لپاره د کانګرس د دواړو جرګو دوه پر درېیمه رایې ته اړتیا ده.
د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې کانګرس بیا هم کولی شي د ټرمپ پر پرېکړو مهم محدودیتونه ولګوي. د سنا کنټرول به ډیموکراټانو ته دا واک ورکړي، چې د ټرمپ د قضايي او اجرائیوي څانګو د نوماندانو؛ ان د سترې محکمې د احتمالي نوماندانو، د تائید مخه ونیسي.
ډیموکراټان کولی شي د ټرمپ د ملاتړ وړ قانوني طرحو له تصویبولو ډډه وکړي؛ خو ټرمپ هم د هغوی هغه طرحې ویټو کولی شي، چې ورسره موافق نهوي.
د راپور له مخې؛ محکمې هم کولی شي هغه اجرائیوي اقدامات لغوه کړي، چې د ولسمشر له قانوني واکونو څخه بهر وي. له همدې کبله، سپینه ماڼۍ غواړي د عدلیې وزارت حقوقي نظرونه ترلاسه کړي او معلومه کړي، چې ټرمپ له کانګرس پرته کوم اقدامات ترسره کولی شي.
د ډیموکراټانو څېړنې
د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د ډیموکراټانو لهخوا د احتمالي څېړنو لپاره هم له څو میاشتو راپدېخوا چمتووالی نیسي.
د استازو جرګې لوړپوړیو ډیموکراټانو او د کمیټو مرستیالانو په دې اړه خبرې کړي، چې د غونډو، احضاریو او د اسنادو د غوښتنې له لارې وڅېړي، چې آیا ټرمپ د ولسمشرۍ له واک څخه د ځان، متحدانو یا مالي ملاتړ کوونکو د ګټو لپاره کار اخیستی دی که نه.
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکارانو سیاسي ګومارل شوي چارواکي او د دولتي ادارو مشران د کانګرس د پوښتنو، د اسنادو د غوښتنې او احضاریو د څرنګوالي په اړه هم خبر کړي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې، چې په لیکل شويو اسنادو کې خپلو څرګندونو ته پام وکړي.
د راپور له مخې؛ د سپینې ماڼۍ حقوقي ډلې د عدلیې وزارت د داسې یوه حقوقي نظر غوښتنه هم کړې، چې له مخې یې ټرمپ وکولی شي له خپلو خصوصي سلاکارانو سره خبرې د اجرائیوي امتیاز پر نوم د کانګرس له څېړنو خوندي کړي.
نړۍ
د جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه لاریونونه روان کال په اروپا کې د ځوان نسل پر مشرۍ د پراخو اعتراضونو په لړ ترسره شوي دي. په صربیا کې د زدهکړیالانو پر مشرۍ اعتراضونو د دغه هېواد د پخواني مشر په ټاکنیزه ماتې کې ونډه لرلې. په داسې حال کې، چې په فرانسه کې لاریونونه پر تاوتریخوالي او لوټمارۍ اوښتي دي.
د جرمني په فرانکفورت ښار کې د شنبې پر ورځ ناوخته یو شمېر ناڅرګندو لاریونوالو هټۍ لوټ کړې؛ په سترو ښارونو کې لسګونه زره کسانو د زدهکړو د ښهکېدا او د ژوند د لګښتونو د کمېدا لپاره لاریونونه وکړل.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه لاریونونه روان کال په اروپا کې د ځوان نسل پر مشرۍ د پراخو اعتراضونو په لړ ترسره شوي دي. په صربیا کې د زدهکړیالانو پر مشرۍ اعتراضونو د دغه هېواد د پخواني مشر په ټاکنیزه ماتې کې ونډه لرلې. په داسې حال کې، چې په فرانسه کې لاریونونه پر تاوتریخوالي او لوټمارۍ اوښتي دي.
د جرمني دغه لاریونونه د ځوان نسل نوښت نومي غورځنګ لهخوا په برلین، فرانکفورت او مونیخ پر ګډون په ۳۴ ښارونو کې تنظیم شوي وه. دغه غورځنګ د اجباري پوځي خدمت مخالف دی او د زدهکړو په برخه کې د زیاتو پانګونو غوښتنه کوي؛ ځکه ډېر جرمني ځوانان د ژوند د مخ پر زیاتېدونکو لګښتونو له ستونزو سره مخ دي.
د رویټرز د یوه خبریال د لیدنو له مخې؛ د جرمني په مالي مرکز فرانکفورت کې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه دوه هټۍ لوټ او نورې زیانمنې شوې او پولیسو د وضعیت د کنټرول هڅه کوله.
د فرانکفورت پولیسو پر ایکس پاڼه لیکلي: « تاوتریخجنې پېښې اوس هم روانې دي. د ښار په منځ کې د څو هټیو ښیښې ماتې شوې دي. دغه راز پر بېړنیو مرستندویانو د اورلرونکو بوتلونو بریدونه کېږي. له ټولو خلکو غوښتنه کوو، چې د ښار له مرکزي برخې ډډه وکړي یا له دې سیمې ووځي.»
د شنبې ورځې د ماسپښین رسمي څرګندونې ښيي، چې د لاریونوالو شمېر د تنظیموونکو له لومړنۍ اټکل شوي معلومات، چې ۱۸۲ زره کسان ول، کم ول.
په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې پولیسو د لاریونوالو شمېر تر ۱۸ زره پورې ښودلی. په داسې حال کې، چې د تنظیموونکو پر اوبپاڼه دغه شمېر شاوخوا ۳۶ زره ښودل شوی و.
د جرمني چارواکو ویلي: د شنبې ورځې لاریونونه، چې د هالووین له مراسمو سره هممهاله ول؛ تر ډېره سولهییز ول، خو خبرداری یې ورکړی: ځینې افراطي ډلې هڅه کوي له دغه غورځنګ څخه د خپلو موخو لپاره ګټه واخلي.
د ځوان نسل نوښت غورځنګ ویاندې لینا فریډریش د شنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: « مونږ نن د سولې او آزادۍ لپاره مبارزه کوو، نه د جګړې او زورزیاتي لپاره».
هغې زیاته کړې: « زمونږ لپاره تر ټولو مهمه موضوع د روغتیا او ښوونې او روزنې د سیسټمونو پیاوړی ملاتړ دی. مونږ د اجباري پوځي خدمت مخالف یوو او د مسوولیتونو د عادلانه وېش ملاتړ کوو.»
لوکس پلورنځیو خپلې ښیښې په تختو پټې کړې
د جرمني د کورنیو چارو فډرالي وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد د کیڼ اړخو افراطي ډلو ځینې برخې او له بهرنیو افراطي غورځنګونو سره تړلې ډلې د ملاتړ راجلبولو لپاره پر ګډو هڅو بوختې شوې دي.
د هسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوسیک ویلي: « مونږ ټول د فرانسې هغه انځورونه په ذهن کې لرو، چې هټۍ لوټ کېږي، کورونو او د پولیسو موټرو ته اور اچول کېږي او پر پولیسو بریدونه کېږي».
نوموړي زیاته کړې: « فرانسه باید په دې برخه کې د بېلګې په توګه وړاندې نهشي.»
په جرمني کې یو شمېر سوداګریزو مرکزونو د احتمالي ناکراریو د اندېښنې له کبله د لاریونونو له پیل مخکې خپلې ښیښې پر تختو پټې کړې او د وختي تړلو پلانونه یې جوړ کړي وه. په دې ځایونو کې د برلین د کورفورسټنډام نومي لوکسو پلورنځیو مشهوره سیمه هم شامله وه.
د لاریونونو تنظیموونکو د اروپا په تر ټولو لوی اقتصاد کې پر ځوان نسل د مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي فشار په اړه خپل اعتراضونه راټول کړي دي.
د مونیخ په یوه لاریون کې د وینا لپاره چمتو شوي ۱۸ کلن سټیو د جرمني لومړي وزیر فریډریش مرټس ته په خطاب کې ویلي: « حکومت زمونږ اندېښنو ته له دې پرته بل ځواب نهدی ویلی، چې د لګښتونو کمولو ته دوام ورکړي او نور بارونه هم پر مونږ واچوي.»
نوموړي زیاته کړې: « تر هغې به د راټولېدو له خپل بنسټیز حق څخه ګټه اخلو، چې تاسې زمونږ د غوښتنو له پامه غورځولو څخه لاس وانخلئ.»
جرمني د اقتصادي ودې د بېرته پیاوړتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دی. دغه هېواد د وګړو د زړېدو او د کاري عمر لرونکو وګړو د شمېر د کمېدا له کبله، د تقاعد او عامه چوپړتیاوو په برخه کې هم له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دی.
د دغه غورځنګ د مشرتابه په اړه هم پوښتنې راپورته شوې دي، چې آیا په رښتیا د ځوانانو لهخوا رهبري کېږي او که نه؛ ځکه په دې نوښت کې بېلابېلې سیاسي او مدني ډلې ښکېلې دي.
د جرمني د ښوونځیو د زدهکوونکو ملي چتر بنسټ(BSK) له دغه نوښت څخه ځان بېل کړی او پلان لري، چې د نومبر پر شلمه بل لاریون ترسره کړي.
د برلین د تخنیکي پوهنتون زدهکړیال شان بیکر ویلي، چې د شنبې په لاریونونو کې د پوهنتون د ودانیو د خراب وضعیت په اړه د خلکو د پام رااړولو لپاره ګډون کوي.
نوموړي رویټرز ته ویلي: « کله، چې ودانۍ ته ننوځئ او ټولګي وګورئ؛ داسې ښکاري لکه پرېښودل شوې ودانۍ، چې وي. له مونږ تمه کېږي، چې په همدې ځایونو کې خپلې زدهکړې وکړو.»
-
نړۍ2 days agoد جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
-
تازه خبرونه2 days agoد داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
-
نړۍ1 day agoټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز
-
لوبی3 days agoافغانستان د سکاټلینډه پر ماتې ورکولو د هانګکانګ شپږآوریزو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
-
لوبی2 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دریاتیایم مقام خپل کړ
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د فوټسال غوره لیګ د دوه نورو پړاوونو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days agoبایننس د غلا شویو شپږ میلیارډ ډالرو شتمنیو زیان جبران کړ
