تازه خبرونه
تاجکستان د افغان کډوالو جبري ایستل تائید کړل
د ملي امنیت دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو رسنیز مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې: حکومت ومنله، چې د بهرنیو وګړو مخ پر زیاتېدونکي شمېر په ځانګړي توګه، چې ډېری یې افغانان دي؛ له هېواده ایستل شوي دي.
تاجکستاني چارواکو رسماً د افغان کډوالو جبري ډلهییز ایستل تائید کړل او د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه او د ملي امنیت ګواښونه یې د خپلې دې کړنې بنسټیز لاملونه وړاندې کړل.
د ملي امنیت دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو رسنیز مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې: حکومت ومنله، چې د بهرنیو وګړو مخ پر زیاتېدونکي شمېر په ځانګړي توګه، چې ډېری یې افغانان دي؛ له هېواده ایستل شوي دي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د کډوالو ایستل په ګاونډ هېوادونو کې د سیاسي او اقتصادي شرایطو د خرابېدو له کبله رامنځته کیږي.
چارواکو یادونه کړې، چې ډېری کسان یا ناقانونه تاجکستان ته داخل شوي یا یې د دې هېواد د کډوالۍ او استوګنې له مقرراتو سره سم عمل ندی کړی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي؛” د اوسني ژیوپولیټیک وضعیت پېچلتیا ته پر پاملرنه د پام وړ شمېر بهرني وګړي د افغانانو په ګډون په تاجکستان کې ژوند کوي چې ډېری یې له قانوني لارو دې هېواد ته رادننه شوي ندي او د کډوالۍ له قوانینو یې سرغړونه کړې ده.”
کالیبر خبري رسنۍ د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړ: د سرحدي امنیت پلټونکو د سرغړونو یو لړ پېښې د نشهيي توکو د قاچاق په شبکو کې د ښکېلتیا په ګډون د افراطي نظریاتو ترویج؛ د کډوالو د حیثیت ترلاسه کولو لپاره د جعلي اسنادو کارول او د نامنظم مهاجرت لپاره تاجکستان د ټرانزیټي لارې په توګه کارول یې د جبري ایستلو لاملونه دي.
چارواکو ټینګار وکړ چې دا ډول سرغړونې ملي امنیت او عامه نظم ته مستقیم ګواښ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: “دې شرایطو له قانون څخه د سرغړوونکو ایستلو ته اړتیا درلوده، چې د یو شمېر افغانانوپه ګډون مهاجر وباسي.”
د روان کال په اپریل کې نږدې ۵۰ افغان کډوال، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ (UNHCR) څخه یې معتبر اسناد لرل؛ جبري وایستل شول. ډېری هغه کسان، چې د راپورونو له مخې په وحدت ښار کې یې د ټکسي چلوونکو په توګه کار کاوه؛ د دولت د سیمهییز امنیت څانګې احضار او له اسنادو سره یې په دوه موټرو کې د افغانستان تر پولې راورسول.
دې جبري ایستلو د افغان چارواکي اندېښنه راپارولې ده.
د جون په لومړیو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ۴۹ افغانان له تاجکستان څخه “د نامعلومو دلایلو له کبله” جبري ایستل شوي دي.
په دې کسانو کې ۳۶ هغو د استوګنې قانوني جوازونه درلودل او ۱۳ نورو یې قانوني ویزې درلودې، چې د شمالي ولایت کندوز د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته راغلل.
تاجکستان د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د هغو افغانانو لپاره د پناه ځای و، چې د ۱۹۹۰ لسیزې له کورنۍ جګړې څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې( د امریکا تر مداخلې ) او بیا په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واک ته له رسېدو وروسته له جګړې تښتیدلي دي.
د تاجیکستان حکومت، چې ښکاره یې د اسلامي امارت ضد دریځ ساتلی؛ په پیل کې یې د کابل له سقوط وروسته د افغان کډوالو هرکلی وکړ.
که څه هم رسمي شمېر شتون نلري؛ خو نارسمي اټکلونه ښیي، چې د ۱۰۰۰۰ او ۱۳۰۰۰ ترمنځ افغان کډوال په تاجکستان کې پاتې دي. ډېری یې اوس هم د پناه غوښتنې یا بیا میشتېدنې په اړه پرېکړو ته هیلهمن دي، چې کاناډا او نورو هېوادونو ته به ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) د راپور له مخې؛ د دې بهیر د څارنې لپاره شېرخان بندر ته اړوند کاري ډلې لېږل شوې دي.