تازه خبرونه

تاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه

د دغې پېښې په غبرګون کې تاجکستان افغانستان ته رسمي اعتراضي یادښت استولی او خپله ژوره اندېښنه یې څرګنده کړې ده. دوشنبې له افغان چارواکو غوښتي، چې د تاجکستان د دولتي پولو خوندیتوب ته درناوی وکړي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۴, ۱۴۰۵

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له هوايي حریم څخه د سرغړونې او د درواز په اړوند سیمه کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدا له ادعا وروسته افغان چارواکو ته اعتراضي یادښت استولی دی.

تاجکستانۍ رسنۍ«آسیا-پلاس» د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو ادارې پر حواله راپور ورکړی، چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان د بدخشان ولایت له تاجکستان سره پر پوله په درواز ولسوالۍ کې د وسله‌والو نښتو له کبله د تاجکستان د سرحدي سیمو امنیت ګواښلی او له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې لامل شوې دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د نښتو پر مهال د تاجکستان هوايي حریم نقض شوی، چې استوګنیز کورونه زیانمن شوي او د درواز په سیمه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د دغې پېښې په غبرګون کې تاجکستان افغانستان ته رسمي اعتراضي یادښت استولی او خپله ژوره اندېښنه یې څرګنده کړې ده. دوشنبې له افغان چارواکو غوښتي، چې د تاجکستان د دولتي پولو خوندیتوب ته درناوی وکړي.

دوشنبې همداراز د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د درواز سیمې د ادارې یوې رسمي سرچینې«آسیا-پلاس» ته ویلي، چې قرباني، یوسومان یتیم‌زاده، ۲۱ کلنه او د دشتک کلي اوسېدونکې وه.

د راپور له مخې، نوموړې یو کوچنی ماشوم درلود او امیندواره هم وه.

پېښه د اګست پر دیارلسمه ماښام شاوخوا ۶:۴۰ رامنځته شوې ده. یتیم‌زاده هغه مهال په خپل کور کې د کورنیو چارو پر ترسره کولو بوخته وه، چې یوه مرمۍ له کړکۍ دننه شوې او د هغې د ځیګر په برخه ولګېده.

د «آسیا-پلاس» یوې سرچینې ویلي:« دغه ښځه د سیمې مرکزي روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو په لاره کې یې ساه ورکړه.»

خو اسلامي امارت تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

Trending

Exit mobile version