تازه خبرونه

ترهګر د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره کاروي ـ پاکستان

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت غوښتي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو سیمو امنیت خوندي کړي او د پاکستان ضد سخت دریځو ډلو پر خلاف ګامونه پورته کړي.

پاکستان له افغانستان څخه غوښتي؛ په خپله خاوره کې دې د هغو سخت دریځو ډلو مخه ونیسي او د هغو ډلو پر وړاندې، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې وسلوالې هڅې ترسره کوي ډاډمنې کړنې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې اسلام آباد د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی لري او چمتو دی، چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره له نږدې کار وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ سخت دریځې  ډلو له افغانستان څخه په پاکستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کوي: له افغانستان سره پر پوله د پاکستان پر ضد ترهګريز فعاليتونه زيات او زمونږ امنيتي ځواکونه په نښه شوي دي. مونږ په وار وار له افغان حکومت څخه د پولې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې، چې ترهګر ونشي کولی له افغانستان څخه پر پاکستان خوندي بريدونه وکړي. له بده مرغه ترهګرې ډلې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون پر سرحدي پوستو بریدونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي: د ملي دفاع وزارت مشرتابه څو ځلې ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. پدې معنا، چې زمونږ ټوله خاوره زمونږ تر واک لاندې ده. مونږ د افغانستان د خلکو پر وړاندې بې پروا نه یو او هیڅ ډلې او هېواد ته به د تخریبي او وسلوالو هڅو اجازه ورنکړو. مونږ تل هغه څه ته ژمن یو، چې د دفاع وزارت مشرتابه یې ژمنه کړې او په دې اړه مونږ د پاکستان ټولې ادعاوې ردوو.

په افغانستان کې د پاکستان  پرونیو بریدونو نړیوال او کورني غبرګونونه را پارولي دي؛ د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ. او شوي بریدونه یې وغندل.

اسلامي امارت اسلام آباد ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې خپل پوځي عملیات ودروي.

د تېر حکومت یو شمېر پخوانیو څېرو هم پر افغانستان د پاکستان برید له نړیوالو قوانینو سرغړونه نومولې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ډیبرا لینز هم په یوه بیان کې د پاکستان پر کړنو اندېښنه څرګنده کړې او ډاډ څرګندوي، چې له پېښې د رامنځته شویو ځاني زیانونو څېړنه  کوي.

د بښنې نړیوالې ټولنې او د کډوالو چارو ادارې هم دغه بریدونه غندلي دي.

په تېرو کلونو کې افغان دولت پر پاکستان تورونه لګول، چې د دولت وسلوالو مخالفانو ته یې ځای ورکړی او دا مخالفان د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې په افغانستان کې بریدونه تنظیموي؛ خو اوس پاکستان دا ډول تورونه پر افغانستان لګوي او له  اسلامي امارته غواړي، چې د پاکستان ضد عناصرو مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version