تازه خبرونه
ترکش ایرلاین کابل او مزارشریف ته خپلې الوتنې بیا پیلوي
یاد شرکت د پخواني پرځېدلي حکومت پر مهال لس کاله افغانستان ته خپلې الوتنې روانې ساتلې وې؛ خو په تېر یو کال کیږي یې خپلې الوتنې وځنډولې. اوس دا شرکت بیرته د کابل او مزار شریف نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې پيلوي.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ويلي؛ د هېواد هوايي ډګرونه پر نړيوالو معیارونو برابرو خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي او دا مهال د هېواد له هوايي ډګرونو څخه هره ورځ دېرش کورنۍ او نړيوالې الوتنې تر سره کېږي.
مسوولینو زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به يو شمېر نور نړيوال شرکتونه هم افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړي.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي: ټاکل شوې، چې فلای دوبۍ هوايي شرکت له مهالوېش سره سم په یوه میاشت کې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي؛ ځکه، چې د هېواد هوايي ډګرونه ټول اړین چمتووالی لري.
د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې قطري تخنیکي ډلې کابو یو کال د رغونې چارې روانې ساتلې وې. په دې وروستیو کې پای ته ورسېدې او د کابل هوايي ډګر نړیوالو الوتنو ته چمتو شو.
د اقتصاد پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د نړیوالو الوتنو پیل د سوداګرۍ په وده، د کورنیو عوایدو په زیاتوالي او د هېواد په نړیوال وقار کې اغېزمنه هڅه ده.
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وایي: د الوتنو پیل به نه یوازې نړیواله سوداګریزه سیالي زیاته او خلکو ته آسانتیاوې برابرې کړي، بلکې کورني عواید هم ورسره لوړیږي.
اوس د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو هوايي او ځمکنیو خدمتونه د اماراتي شرکت GAC لخوا وړاندې کیږي. تمه دا ده، چې دغه شرکت به وکولی شي د باکیفیته خدمتونو له وړاندې کولو سره د نړیوالو شرکتونو پام ځانته راواړوي.
