Connect with us

تازه خبرونه

ترکیې د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړ

خپور شوی

د

د ملي پخلاینې عالی شورا مشر دډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.

دغه ناسته د ترکیې په استانبول کې تر سره شوې او اردوغان د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړ او وایي: مونږ د داسې سولې ملاتړ کوو، چې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ وي.

اردوغان همدارنګه افغانستان د ترکیې دوست او متحد وباله او له هغه هېواد سره یې د افغانستان د همکارۍ ډاډ ورکړ.

عبدالله په افغانستان کې د ترکیې له مثبت رول، له افغانستان سره د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي مرستو په چمتو کولو کې فعال رول لوبولو، د استانبول بهیر رهبري او په سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان په ملاتړ کې د دوی د رول ستاینه وکړه.

دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې بهیر، په هېواد کې وروستي سیاسي او امنیتي پرمختګونو او د عزت لرونکې سولې لاسته راوړنې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

تازه خبرونه

افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی

یو‌ان‌‌ډي‌پي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(یو‌ان‌‌ډي‌پي) ویلي؛ افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ یو داسې هېواد دی، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر نفوس یې برښنا ته لاسرسی نلري.

یو‌ان‌‌ډي‌پي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.

دې بنسټ په ټول هېواد کې د نوې کېدونکي انرژۍ له پراخولو سره دا خطرونه څه نا څه له بدلېدا سره مخ کړي دي.

دې ادارې ویلي “د لمریزو تختو او کوچنيو برښنایي شبکو پر نصبولو مو د یو شمېر ښوونځيو، روغتونونو او کار و باري ځایونو برښنا تأمین شوې؛ ځکه ټولنو ته رڼا، برښنا او نوي فرصتونه راوړو.”

له ۲۰۲۱ راپدېخوا د یو‌ان‌‌ډي‌پي پروګرامونو ۵ زره ۴۶۲روغتیایي مرکزونو، ۱۵۳ ښوونیزو بنسټونو او ۸۵۴ سوداګریزو مرکزونو په ګډون له ۶ زره ۴۶۹څخه ډېرو برښنایي مرکزونو ته، چې ډېری یې ښځې اداره کوي؛ برښنا رسولې ده. دې هڅو کورنیو او سوداګرۍ ته د بسپنو پر ورکولو او له مالي ادارو سره د کار کولو له لارې انرژي د لاسرسي وړ کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو‌ان‌‌ډي‌پي) له دوه میلیون ډېرو افغان میرمنو ته پاکه، خوندي او دوامداره انرژۍ برابره، د ژوندانه کیفیت یې ښه کړی او د کورنیو او ټولنو لپاره یې روښانه راتلونکې رامنځته کړې ده.

د دې پروګرام کاري نوښت ښیي، چې نوې کېدونکې انرژي نه یوازې پر غیر صحي سونګ توکو تکیه کموي، بلکې له روغتیایي، ښوونیزو او روزنیزو اقتصادي سکټورونو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د ثبات او ودې لپاره هم زمینه  برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړې؛ د ترکیې بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کوي، چې د اسلام‌آباد او کابل د اوربند په اړه ورسره بحث وکړي.

د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد یې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچونه له نږدې څاري او هیله من دی، چې د ترکیې تر څارنې لاندې خبرې اترې به د دواړو هېوادونو تلپاتې ثبات ته ښې پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: امیر خان متقي په دې اړیکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه پر ځانګړي صلاحیت، سپارښتنه او ښه نیت له پاکستاني لوري سره د استانبول په خبرو کې ګډون وکړ او زیاتوي: افغان پلاوی له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او همغږۍ له لارې لومړیتوب ورکوي. 

ویل کیږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې پاکستانی پلاوی د هېڅ راز مسوولیت منلو ته چمتو نه‌و؛ نو، ځکه دا پړاو خبرې ودرېدې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!