تازه خبرونه

ترکیې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې پر افغانستان د یاد پوځي رژیم د یرغل اوونۍ پوره کېدونکې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

د ترکیې د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ اردوغان په دې اړیکه کې ټینګار کړی، چې د ډیپلوماسۍ لارې ته راستنېدا کولی شي د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخه ونیسي او د کړکیچ د حل لپاره لار اواره کړي. هغه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر راز همکارۍ او ملاتړ ته چمتووالی څرګند کړی دی.

د دغو خبرو پر مهال اردوغان په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یې له اسلام‌آباد سره د انقرې پر پیوستون ټینګار وکړ.

د ترکیې د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بمبارډ له کبله افغان ملګي وګړو ته د اوښتې مرګ او ‌ژوبلې په اړه څه ویل شوي نه‌دي.

د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روان تاوتریخوالو ته پر نغوته ویلي؛ ترکیه چمتو ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په بیارغونه کې رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له پاکستان سره د روانې تپل شوې جګړې دفاعي حالت خپل مشروع حق بولي او خبرداری ورکوي، چې «دفاعي» جګړه به تر هغې روانه وي، چې «یرغل » پای ته  رسېدلی نه‌وي.

Trending

Exit mobile version