سوداگري

ترکیې سوداګر او شرکتونه به په افغانستان کې پانګونه وکړي – چارواکي

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د ترکیې سوداګر او شرکتونه به ډېر ژر په هېواد کې پانګونه پیل کړي.

ذبیح الله مجاهد تویټ کړی، چې د اسلامي همکاریو ټولنې د غونډې په څنډه کې د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې ترکي کمپنۍ او سوداګر پانګو نه او قتصادي فعالیتونه پیل کړي.

د هېواد د خصوصي سکتور غړيو هم  ويلي، چې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره خورا آسانتیاوې رامنځته شوي او په دې وروستیو کې د ترکېې پانګوالو یوه ډله هم راغلې، چې د افغانستان دکانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.

د افغانستان صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي؛ مونږه هیله من یوو، چې بهرنيو او کورنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او نړیوال په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي؛ ځکه د پانګوالو د پانګونې لپاره ټول شرایط برابر دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګووالو پانګونه او  پراختیایي هڅې کولی شي اوسني کړکېچ ته د پاي ټکي کیدي.

دوی زیاته کړې؛ د افغانستان په اوسني اقتصادي ستونزو کې نړیواله ټولنه لاس لري. باید د مرستو پر ځاي هغو ستونزو ته د پای ټکی کېدي، چې د افغانستان د اقتصادي نظام  پر وړا ندې  یې رامنځته کړي.  

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په افغانستان کې روانې اقتصادي ستونزې د نړۍ ځینو ځواکونو جوړې کړي؛ خو د سیمي او ګانډ هېوادونو لخوا په افغانستان کې د پانګونې تر سره کیدل کولی شي تر ډېره اقتصادي بحران مدیریت او خلکو ته کاري زمینې رامنځته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګنده کړې، چې متقي دغه راز د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبدالهیان سره هم په افغانستان کې پر امنیتي او بشري وضعیت او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي، اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي.

Trending

Exit mobile version