تازه خبرونه

تر ۲۰۳۰ پورې د ۲۵ زره ښځینه متخصصانو کمښت؛ د یونیسف خبرداری

د دې ادارې د «په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار بازار کې د ګډون پر وړاندې د بې‌عملۍ لګښت» تر سرلیک لاندې راپور کې راغلي، چې دې کړکېچ نه یوازې د ماشومانو زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم کړی، بلکې د هېواد اقتصاد او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول یې هم کمزوري کړي دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه کولی شي تر ۲۰۳۰ ز.کال پورې هېواد له ۲۵ زره څخه د زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

د دې ادارې د «په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار بازار کې د ګډون پر وړاندې د بې‌عملۍ لګښت» تر سرلیک لاندې راپور کې راغلي، چې دې کړکېچ نه یوازې د ماشومانو زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم کړی، بلکې د هېواد اقتصاد او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول یې هم کمزوري کړي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه په ۲۰۲۳ ز.کال کې ۱۷.۷ سلنې ته په ۲۰۲۵ ز.کال کې راټیټه شوې ده. همدارنګه، په ۲۰۲۱ ز.کال کې د نجونو د منځنیو زده‌کړو له بندیز راپدېخوا له یو میلیون څخه زیاتې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د یونیسف اجرائیوي رییسې، کاټرین راسل ویلي: «افغانستان د راتلونکې نسل ښوونکو، ډاکترانو او قابلو د له لاسه ورکولو وس نه‌لري. د دې وضعیت دوام به اړین خدمتونه له جدي کړکېچ سره مخ کړي.»

د دې ارزونې له مخې؛ تر ۲۰۳۰ ز.کال پورې ښايي ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او له ۵۴۰۰ څخه زیاتې ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ووځي. دا په داسې حال کې ده، چې د لومړنیو زده‌کړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له شاوخوا ۷۳ زره څخه په ۲۰۲۲ ز.کال کې نږدې ۶۶ زره ته په ۲۰۲۴ ز.کال کې راکم شوی دی.

یونیسف ټینګار کوي، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر کموالی کولی شي د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو په برخه کې سخت محدود کړي؛ ځکه په ډېرو برخو کې ښځې د نرینه روغتیايي کارکوونکو له خدمتونو ګټه نه‌شي اخیستلای.

دغه بنسټ همدارنګه خبرداری ورکړی، چې دا محدودیتونه هر کال شاوخوا ۸۴ میلیون ډالر د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي.

دغه راز یونیسف ویلي، چې د ماشومانو د زده‌کړو ملاتړ ته به دوام ورکړي او یوازې په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ۳.۷ میلیون څخه ډېر ماشومان له ښوونیزو مرستو برخمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version