تازه خبرونه

تورخم ته نږدې د جراحي وسایلو، درملو او د سبو تخمونو د قاچاق مخه ونیول شوه

د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه محموله د مهمندرې ولسوالۍ په اړوند سیمو او تورخم ښارګوټي ته نږدې د دوه‌یمې سرحدي لوا د درېیم کنډک ځواکونو د کشفي راپورونو او استخباراتي ضد فعالیتونو پر بنسټ کشف او ضبط کړې ده.

Published

on

په ننګرهار ولایت کې سرحدي ځواکونو تورخم ښارګوټي ته نږدې د سلګونو جراحي وسایلو، طبي درملو او د سبو تخمونو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکړی دی.

د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه محموله د مهمندرې ولسوالۍ په اړوند سیمو او تورخم ښارګوټي ته نږدې د دوه‌یمې سرحدي لوا د درېیم کنډک ځواکونو د کشفي راپورونو او استخباراتي ضد فعالیتونو پر بنسټ کشف او ضبط کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې: په دې توکو کې سلګونه جراحي وسایل، بېلابېل درمل او د سبو تخمونه شته، چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي توکي به ډېر ژر اړوند قانوني ادارو ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version