تازه خبرونه

تورخم ته څېرمه پاکستانيو پولیسو ۲۲ افغانان ونیول

Published

on

د پاکستان پولیسو ادعا کړې، چې د شنبې پر ورځ یې د تورخم دروازې په شاوخوا کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ افغانان نیولي دي.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د پوليسو بېلابېلو ډلو د پاچا مېنې په ګډون په يو شمېر سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.

د پوليسو يو تن افسر عظمت ولي شينواري ويلي؛ دغه عمليات د تورخم بازار او بچه مېنې په اړوند سيمو کې دغلا له بېلابېلو پېښو وروستو ترسره شوي دي.

نوموړی وایي؛ دوی ۲۲ بې اسناده افغانان نیولي، چې په پاکستان کې اوسېږي او د دوشنبې پر ورځ به محکمې ته حاضر شي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې په تورخم کې له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا له بار وړونکیو لاریو څخه د مالونو د غلا په ګډون یو شمېر پېښې رامنځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version