لوبی
د هند کرکت لوبډلې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)
د هند کرکت لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې د دوشنبې پر شپه (د سپتمبر ۲۰ ) د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه څو ځلې د باران له کبله درول شوې او د دوهیمې ورځې لپاره هم وځنډول شوه؛ خو په پای کې د هند لوبډلې وکولی شول د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړي.
دا لوبه د سریلانکا په پرماداسا لوبغالي کې ترسره شوې ده.
هندۍ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۵۶ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې هدف وټاکه؛ خو د پاکستان لوبډلې دغه هدف ترلاسه نهکړ او د ۱۲۸ منډو پر ترسره کولو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
هند له دې بریا سره د غوره څلورو لوبډلو د نوملړ په سر کې راغی.
له دې ماتې سره د پاکستان لوبډله درېیم مقام ته راکښته شوه.
ټاکل شوې ده، چې هند نن له سریلانکا سره لوبه کوي.