سوداگري

تېر کال په افغانستان کې ۹۰۰ زره مټره مربع غالۍ تولید شوي

Published

on

د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو شرکتونو د ټولنې مسوولینو ویلي، چې له ۹۰۰۰۰۰ مټره مربع غالیو ۹۵ سلنه  د پاکستان له لارې د پاکستان په نامه نړیوالو مارکیټونو ته صادرې شوې دي.

د افغانستان دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولنې غړيو ويلي؛  په تېر میلا دي کال کې د تېرو کلونو په پرتله د غالیو په  تولید کې  د پام وړ زیاتوالی راغلي؛ خو د هوايي د هلیزونو د بند یدو له کبله د هېواد دغالیو صادرات  تر سره شوي ندي.

دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو د ټولنې غړي د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د کورنیو غالیو د صادرا تو لپاره دې هوايي د هلیزونو د بېر ته پرانستلو لپاره زمینه سازي وکړي.

د افغانستان دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولني مشر نور احمد نوري ویلي؛ مونږ له اسلامي امارته هیله لرو، چې نړیوالو بازارونو ته زمونږ د صادراتو لپاره د هوايي دهلیزونو د بېرته پرانستلو زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو د هېواد په اقتصاد کې د غالیو سکټور د تولید او صادراتو زیاتوالی  مهم بولي او زیاتوي، چې د غالیو سکتور له پراختیا سره په هیواد کې د بې کار کچه هم را ټیټږي.

د ا قتصادي چارو کارپوه سیدالرحمان عمران وایي: په هېواد کې د شغل له رامنځته کېدو سره دغالیو تولید پراختیا موندلې؛ حکومت باید دې سکټور او صادارتو ته یې  پاملرونه ډېره کړي، چې ملي هویت یې خوندي شي.

د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولني د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په کچه د غالیو د تولید په سکټور کې  سلګونه شرکتونو نږدې  یو نیم میلیون هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

Trending

Exit mobile version