تازه خبرونه
جاپان افغانانو ته د تحصیلي بورسونو بهیر پیل کړ
په افغانستان کې د جاپان سفارت د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې افغان محصلینو ته به د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.
سفارت ویلي، چې د محصلینو د غوراوي بهیر به د آغا خان بنسټ پر همکارۍ ترسره شي.
له ۳۵ کلونو څخه لږ عمر؛ له انګلیسي یا جاپاني ژبو سره پوره اشنایي او د زدهکړو غوره لاسته راوړنې د جاپان د بورسونو شرایط دي.
د دغو بورسونو ترلاسه کوونکي به د ۲۰۲۴ ز. کال په اپریل میاشت کې جاپان ته سفر ولري.
څه وخت مخکې جاپان د دغه هېواد پر مالي مرسته په بامیان ولایت کې د یوه ښوونځي، ټولنیز مرکز او د اوبو د برښنا د یوې کوچنۍ کارخونې له جوړولو خبر ورکړی و.