Connect with us

تازه خبرونه

جاپان افغانانو ته د زده‌کړې نوي بورسونه اعلان کړل

په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اته‌لسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.

خپور شوی

د

په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ ز.کال لپاره نوي تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي. ورته لېواله او وړ غوښتونکي کولی شي«په جاپان کې زده‌کړې» له رسمي اوب‌پاڼې څخه اړوند لارښوونې او د غوښتنلیک فورمې ډانلوډ او خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ ز.کال د مې تر پېنځه‌ویشتمې پورې ورولېږي.

په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اته‌لسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.

د جاپان سفارت ویلي، چې د آقاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلې آزموینې په آسانولو کې مرسته وکړي؛ خو د غوراوي په بهیر کې به هیڅ راز ښکېلتیا ونه‌لري.

یاد سفارت دا ټینګار هم کړی، چې غوراوی په خپلواکه توګه د جاپان سفارت او حکومت له‌خوا، د تحصیلي وړتیا، د غوښتنلیک د اسنادو څرنګوالي او د لیکلې آزموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ؛ پرته له دې، چې مذهبي، ژبني یا قومي مخینې ته پاملرنه وشي، ترسره کېږي.

د جاپان سفارت غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې له درغلیو ځان وساتي او ډاډ څرګندوي، چې د غوښتنلیک په هیڅ پړاو کې د پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.

تازه خبرونه

د ALIPH نړیوالې مؤسسې استازو د کلتوري پروژو د دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.

Published

on

د الف نړیوالې موسسې استازو په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له مرستیال عتیق الله عزیزي سره په لیدنه کې د دې وزارت فرهنګي هڅې ستایلي او د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه یې وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.

یادو استازو د لوګر ولایت د مس‌عینک سیمې د آثارو د خوندیتوب او تحکیماتي هڅو، په بامیان کې د یو شمېر پروژو، د غور ولایت منار جام د ساتنې، د هرات د منارونو، د کابل بالاحصار او په نورو ولایتونو کې د تر کار لاندې پروژو یادونه کړې او دا یې د پام وړ بللي دي.

د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي افغانستان ته د یاد بنسټ استازو له راتګ هرکلی کړی او د افغانستان د کلتوري او لرغونو میراثونو د پیاوړتیا او خوندیتوب په برخه کې یې د دې بنسټ هڅې او ملاتړ اړین وباله.

عزیزي ویلي؛ له لسیزو وروسته، په لومړي ځل داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو ساتنه وشي؛ نو له نړیوالو بنسټونو تمه ده، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو په استحکام او خوندیتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.

ویل کیږي، چې د الف نړیوال بنسټ استازو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د نږدې، منظم او اغېزمن کار او همغږۍ لپاره پر یو روښانه میکانیزم او چوکاټ رامنځته کولو ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي لوګر ته په خپل سفر کې اعلان کړی، چې په دې ولایت کې به بېرته راستنېدونکو کډوالو ته له زر ډېرې نمرې ځمکې ووېشل شي.

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

عبدالسلام حنفي ویلي: « نن مونږ دا ښارګوټی پرانیست، چې له زر څخه زیاتې نمرې لري. دغه نمرې به کډوالو ته ووېشل شي. سربېره پر دې نور ښارګوټي به هم ډېر ژر پرانیستل شي.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ په تېرو درې کلونو کې له ګاونډ هېوادونو څخه له پېنځه میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي او اسلامي امارت هغوی ته بېلابېلې چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!