روغتيا

جاپان د افغانستان له روغتیایي سکتور سره یو میلیون دالر مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۲)

جاپان له افغانستان سره د ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې یو میلیون دالر مرسته وکړه.

له افغانستان سره د جاپان له روغتیايي مرستو وروسته په تازه پېښو کې د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، جاپان له افغانستان سره د ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره یو میلیون دالر مرسته کړې ده.

د دې ټولنې راپور پر بنسټ؛ دا مرسته په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې له طبیعي پېښو وروسته ویروسي ناروغۍ مخ پر ډېرېدو دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې؛ جاپان په افغانستان کې د ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې یو میلیون دالر مرسته کړې ده. دا پیسې به د دوی د همکارانو د غبرګون،  وړتیا لوړولو او د میندو او ماشومانو د درملنې لپاره ولګول شي.

که څه هم د روغتیا وزارت چارواکو ويلي؛ تر اوسه په هېواد کې له دولس میلیون ډېرو کسانو د کرونا واکسین اخیستی، خو د ۲۰۲۳ کال له پیل راپدیخوا په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر یو ځل بیا لوړ شوی او په تېره یوه میاشت کې د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵۰۰ ډېر شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ويلي: له کله، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته ورسېد، په یو نیم کال کې زموږ دولس میلیون هېوادوالو د کرونا واکسین اخیستی دی. په دې وروستیو کې د افغانستان په دولس ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبیق شوی او ټاکل شوې سږ کال په ۱۷ نورو ولایتونو کې هم د کرونا واکسین د پیاوړي کېدو دوز تطبیق شي، چې په تېره یوه میاشت کې دغه شمېر له ۲۵۰۰ کسانو څخه زیات شوی دی.

که څه هم په هېواد کې د کرونا د درملنې ډېر مرکزونه تړل شوي؛ خو په دغه ویروس اخته کسان د افغانستان جاپان روغتون ته ځي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې اووه میلیون کسان د کرونا ویروس پر وړاندې په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

Trending

Exit mobile version