تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له پوهنې وزارت سره د همکاریو ژمنه وکړه
د پوهنې وزارت چارسمبالی حبیب الله اغا د چارشنبې پر ورځ (د میزان ۲۶ ) په افغانستان کې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوداکا او مل پلاوي سره وکتل.
د دغه وزارت په ایکس پاڼه کې لیکل شوي، چې په دې کتنه کې د جاپان سفیر د افغانستان او جاپان ترمنځ د ښې دوستۍ تاریخ ته په نغوته کې ویلي، چې جاپان د پخوا په څېر د افغانستان له پوهنې وزارت سره ولاړ دی او په دې برخه کې له پلانونو او پروګرامونو ملاتړ کوي.
تاکاشي اوداکا د ښوونځیو له جوړولو یادونه وکړه او وایي، چې پخوا هم د جاپان له لوري ۱۶۵ ښوونځي جوړ شوي او ټولټال ۲۵ میلیون دالره لګښت پرې راغلی و.
په ورته وخت کې د پوهنې سرپرست وزیر د پوهنې په برخه کې د مرستو په ګډون د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د جاپان له مرستو او رغونې څخه مننه وکړه.
د پوهنې وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ د دغه وزارت رهبري چمتو ده، چې د جاپاني پروژو د تطبیق په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
