Connect with us

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له کرنیز سکتور سره د ۱۴ میلیون ډالرو پر ارزښت مرسته کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )
د افغانستان لپاره د جاپان سفیرڅرګنده کړې، چې هېواد یې د کرنیزو او پراختیايي پروګرامونو په برخه کې له دې هېواد سره د ۱۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د پانګونې پرېکړه کړې ده.

د جاپان سفیر دغه موضوع په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیر خان موتقي سره په کتنه کې یاده کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تویت کړی، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې، اقتصاد، کرنې او پوهنې پر اړوند برخو خبرې کړې دي.

د جاپان سفیر تاکاشي همدا راز زیاته کړې، چې هېواد یې له سیاسي مسایلو پرته، په کرنیزو او نورو پرمختیايي برخو کې د څوارلس میلیون ډالرو پر ارزښت د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.

مولوي امیرخان موتقي د جاپان له دې پرېکړې هرکلی وکړ او له نورو هېوادونو یې وغوښتل، چې د افغانستان په بېخبنایي برخو کې مرسته وکړي.

جاپان یو له هغو هېوادونو دی، چې له نړیوالي ټولنې سره په ګډه افغانستان ته بشري مرستې چمتو کوي.

تازه خبرونه

ملا برادر د قطر له لومړي وزیر سره وکتل

په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د  ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې نن (پنجشنبه) ملا عبدالغني برادر  قطر ته د خپل سفر په بهیر کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ولیدل.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.

دا غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره روانې هڅې روښانه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو څخه ۶۳ افغان کډوال خوشې شول

دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځه‌ویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم  د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کولو د هڅو په لړ کې ۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راولېږدول شول.

دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځه‌ویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم  د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا افغان کډوال د پاکستان پولیسو د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وه او شپږ ورځې یې په زندانونو کې ساتلي وه.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا کډوال د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو لړۍ له هغې وروسته نوره هم وغخېده، چې حکومت غیرقانوني افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستان څخه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندوز ځانمرګی برید وغانده

امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندوز ولایت کې کابل بانک ته څېرمه د سې‌‌شنبې د ورځې ځانمرګی برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې د دې ډول بریدونو عاملین، تنظیم کوونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي مسوول دي او پر محاکمه کولو یې ټینګار کړی دی.

دوی له ټولو هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې له ټولو اړوند چارواکو سره په فعاله توګه د نړیوال قانون او د امنیت شورا له اړوند پرېکړو سره سم همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې داعش په کندوز کې د هغه ځانمرګي برید مسوویت پر غاړه اخیستی، چې د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!