ساینس او ​​ټیکنالوژي

جاپان د مریخ، سپوږمۍ او ځمکې د نښلولو هڅه پیل کړه

Published

on

که د جاپان د فضايي سفر انقلابي پروژه بریالۍ شي؛ نو انسانان به وکولی شي، چې د خلایي چټکې بېړۍ پر مټ له یوې سیارې بلې سیارې ته سفر وکړي.

د راپورونو له مخې: جاپان، چې د خپلې نوې تکنالوژۍ له کبله نومیالی شوی دی په پام کې لري، چې یوه خلایي چټکه بېړۍ جوړه  او د سیارو او سپوږمکیو تر منځ سفرونه شوني کړي.

دغه راز جاپان په پام کې لري، چې په مریخ کې د انسانانو د ژوند کولو لپاره ځمکې ته ورته مصنوعي تمځی جوړ کړي.

په جاپان کې د کیوتو پوهنتون څېړونکي له کاجیما  شرکت سره پر اړوند پروژه کار کوي، چې پر راتلونکې کچه فضا ته سفر شونی کړي. دوی د چټکې بېړۍ لپاره د تګ راتګ فضایي شپږ ضلعي سیستم لري.

په سپوږمۍ کې د اړوند بېړۍ تمځی سپوږمیز یادیږي او دروازه لرونکې سپوږمکۍ به ورته وکارول شي.

په دې وروستیو کې، سپوږمۍ ته سفر کول او په مریخ کې د پاتې کېدو هیلې مخ پر ډېرېدو دي؛ خو په کې د اوږده او ډېر وخت د پاتې کېدو اصلي خنډ جاذبه ده. په دې اړه د کیوتو پوهنتون او کاجیما شرکت وړاندیز زړه راکښونکی او هیله رامنځته کوونکی دی؛ خو اوس داسې څه نه ترسترګو کیږي، چې مونږ په نږدې راتلونکي کې هیله من کړي.

شونې ده، چې دا طرحه د پلي کېدو لپاره څه نا څه سل کاله وخت وغواړي؛ خو څېړونکي غواړي تر ۲۰۵۰ کال پورې یوه لومړنۍ نسخه نړۍ ته وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version