روغتيا
جاپان د هلمند د روغتيايي چارو د پیاوړي کولو لپاره ( ۱ ) میلیون و ۳۰۰ زره دالر مرسته کوي
Last Updated on: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۱
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق په هلمند کې د روغتيايي خدمتونو د پیاوړي کولو لپاره د يو ميليون و درې سوه زره امریکایي دالرو مرسته اعلان کړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق دفتر د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۶) څرګنده کړې، چې جاپان به د ملګرو ملتونو د وګړیو له صندوق سره یو میلیون و درې سوه زره امریکایي دالر مرسته وکړي، چې ننګونو ته ځواب ووايي او روغتیایي باور پرې پیاوړی کړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د جاپان دغه مرسته به په هلمند کې د ۲۹ روغتیايي مرکزونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کولو لپاره ولګول شي.