تازه خبرونه

جاپان په افغانستان کې له کروندګرو سره مرستې ته چمتووالی څرګند کړ

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۱, ۱۴۰۱

په افغانستان کې د جاپان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي؛ هېواد یې په پام کې لري، چې له افغانستان سره د بدیل معیشت په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي، چې د کوکنارو ځای ونیسي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر اوکادا تاکاشي له امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ ورکړی، چې هېواد یې په پام کې لري له افغانستان سره د کوکنارو د بديل معيشت، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې زياتې کړي.

اوکادا تاکاشي ټینګار کړی، چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اقتصاد د ښه کولو په اړه هم خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې جاپان غواړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې ماموریت کې د افغانستان لپاره مثبت رول ولوبوي.

د بهرنیو چارو وزارت په  اعلامیه کې راغلي: جاپان به راتلونکی کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه خپلې دندې پیل کړي او هڅه به وکړي، چې د یوه فعال ماموریت له لارې د افغانستان په اړه په امنیت شورا کې ښه رول ولوبوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په دې کتنه کې امیر خان متقي د جاپان له سفیره وغوښتل، چې  د کوکنارو د کښت او  اداري فساد په مخینوي او د امنیت په ټينګښت کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې نړیوالو ته روښانه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ په دې کتنه کې امیرخان متقي د جاپان سفیر ته ویلي، چې نړۍ ته د اسلامي امارت دا پیغام روښانه ورسوي، چې اسلامي امارت د کوکنارو د کښت او اداري فساد مخه نیولې او په ټول هېواد کې یې امنیت ټينګ کړی دی.

يو شمېر کارپوهانو ويلي: له کورنۍ او بهرني انزوا څخه د افغانستان د ژغورلو لار په داخلي او خارجي مرستو پورې تړلې ده؛ خو پدې شرط، چې هېوادونه له افغانستان سره  صادقانه ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جاپان څه موده کې له افغانستان سره  د ۱۰۶ میلیون دالرو مرسته اعلان کړې او پر دې سر بېره له اسلامي امارت سره د جاپان دیپلوماتیک تعامل هم نرم بلل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی کوي.

Trending

Exit mobile version