تازه خبرونه

جرمني له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره معلومات راټولوي

د جرمني د استخباراتي ادارې مشر برونو کاهل له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي: “د دې پوښتنې ځواب له سیاستوالو سره تړاو پیدا کوي. مونږ د یوې استخباراتي ادارې په توګه دنده لرو فډرالي حکومت ته مهم معلومات راټول کړو، چې له مخې یې مناسبې پرېکړې وکړي. “

Published

on

Last Updated on: کب ۲۲, ۱۴۰۳

د جرمني د استخباراتي ادارې مشر وايي چې دا اداره له افغانستان څخه معلومات راټولوي او دا معلومات به د هیواد فدرالي حکومت سره مرسته وکړي چې د اسلامي امارت سره څنګه اړیکه ونیسي.

د جرمني د استخباراتي ادارې مشر برونو کاهل له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي: “د دې پوښتنې ځواب له سیاستوالو سره تړاو پیدا کوي. مونږ د یوې استخباراتي ادارې په توګه دنده لرو فډرالي حکومت ته مهم معلومات راټول کړو، چې له مخې یې مناسبې پرېکړې وکړي. “

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي، چې افغانستان او جرمني په تېرو وختونو کې ښې تاریخي اړیکې درلودې او اوس هم غواړي، چې دا اړیکې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره خوندي شي.

حمدالله فطرت په دې اړه وایي: “افغانستان له ټولو هېوادونو سره د جرمني په ګډون د ښو تاریخي اړیکو خوندي کول غواړي او افغانستان غواړي، چې دا اړیکې له جرمني سره هم ولري.”

له دې مخکې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت مخکې له دې په اروپا کې له ۱۰ څخه زیاتو افغان سفارتونو او ماموریتونو لخوا صادر شوي ویزې او اسناد باطل اعلان کړي وه؛ خو د جرمني په میونخ کې د افغانستان د قونسلګرۍ اسناد د اعتبار وړ ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version