تازه خبرونه
جګړو لږ تر لږه درې نیم میلیون افغان ماشومان د ګوزڼ له خطر سره مخ کړي
د عامې روغتیا وزارت چارواکو د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په افغانستان کې روانې شخړې لږ تر لږه څلور اعشاریه څلور میلیون ماشومان له ګوزڼ واکسین څخه بې برخې کړي دي.
د ګوزڼ پرضد د عامه اړیکو مشر میر جان راسخ ویلي؛ د افغانستان روغتیا وزارت د نومبر له ۳۰ څخه د ډسمبر تر ۴ نېټې پورې پېنځه ورځنی کمپاین تر سره کړ، چې په کې لږ تر لږه نهه اعشاریه نهه میلیون ماشومان واکسین کړي؛ خو یوازې په ۳۴ ولایتونو کې ۶ اعشاریه ۵ میلیون ماشومان واکسین شول.
راسخ ویلي، چې په هلمند، غزنی، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې ترټولو ډېر کوچني ماشومان د وسلوالو د مخالفت له کبله واکسین شوي ندی او روغتیایي کارکوونکیو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
ډویچ پریس اجنټور (ډي پي ای) څرګنده کړې، چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا؛ په تېرو کمپاینونو کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره کار اخیستل کیده.
مجاهد ویلي، چې دوی اوسمهال په جومات او د دوی تر څارنې لاندې سیمو کې د ماشومانو د واکسین کولو سیستم رامنځته کړی دی.
د دې وزارت په وینا؛ سږکال په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ډېرې شوي او لږ تر لږه ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
