تازه خبرونه

حامد کرزي د اروپايي ټولنې چارسمبالې ته د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار څرګند کړ

Published

on

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له چارسمبالې سره په کتنه کې یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او کار ته د ښځو د راستنېدو غوښتنه وکړه.

هغه په یوه تویت کې له اروپایي دیپلوماتې وغوښتل، چې په دې اړه هراړخیزه مرسته وکړي.

په دې کتنه کې نوموړي ښوونه او روزنه د افغانستان لپاره یوه حیاتي مسله یاده کړې او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل، چې د افغان ځوانانو په ځانګړي توګه د نجونو د تعلیم د ودې لپاره هر اړخیزې مرستې وکړي.

حامد کرزی وايي: مونږ غواړو، چې د پوهنې په برخه کې دا ټولنه همکاري روانه وساتي؛ ځکه، چې ښوونه او روزنه د افغانستان لپاره یوه حیاتي مسله ده او د افغان ځوانانو په ځانګړي توګه د نجونو د ښوونې او روزنې د پراختیا لپاره هڅې باید جدي او هراړخیزې وي.

هغه په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، چې دا ټولنه اوس له ښوونځیو له لرې نجونو سره څه ډول مرسته کولی شي.

اسلامي امارت له تېرو نږدې دوه کلونو راپدیخوا له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو زده‌کړې ځنډولي دي.

Trending

Exit mobile version