لوبی
حشمت الله شهیدي هم پر ندرلیند خپله بریا افغان مهاجرینو ته ډالۍ کړه
تېره شپه د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ندرلیند پر وړاندې د ۷ ویکتو له بریا تر لاسه کولو وروسته خپله دغه بریا هغو افغان مهاجرینو ته ډالۍ کړه، چې پاکستانیو لنډمهالو مشرانو له نیولو او لوټلو وروسته له ایستلو او شړلو سره مخ دي.
له ده مخکې ابراهیم له افغان مهاجرینو سره ورته خواخوږي څرګنده کړې وه.
د ESPNcricinfo د څرګندونو له مخې، شهیدي په لکنو کې له آرامۍ څلورمې بریا وروسته خبرې کړي، چې د افغانستان نمرې یې ۸ ته ورسولې او لوبډله یې نیمه پایلوبې ته نږدې کړې. البته د آسترالیا او جنوبي آفریقا پر وړاندې دوه لوبې یې پاتې دي.
شهیدي له لوبې وروسته وویل: اوسمهال ډېري کډوال په سخت حالت کې دي؛ مونږ د دوی ویدیوګانې ګورو او مونږ یې په اړه غمجن یوو او مونږ په دې سخت حالت کې له دوی سره یوو. زه دا بریا هغو مهاجرینو ته، چې له ځورونې سره مخ دي او همدارنګه د هېواد ټولو خلکو ته ډالۍ کوم.
پاکستان پرېکړه کړې؛ شاوخوا دوه میلیون هغه افغان کډوال وباسي، چې ویل کیږي په غیر قانوني توګه اوسیږي.
دې مسلې د کرکت پر ملي لوبډلې هم اغېز کړی دی.
ابراهیم ځدراڼ په چنای کې د پاکستان پر وړاندې له بریا وروسته خپله بریا هغه مهاجرو ته ډالۍ کړه، چې پر زور وتلو ته اړ شوي وه.
د افغانستان روزونکي جوناتان ترات د جمعې پر ورځ د ندرلیند پر وړاندې له بریا وروسته وویل: زه فکر کوم، چې لوبغاړي له هر هغه څه سره، چې په هېواد کې تېريږي. که هغه زلزله وي یا نورې ستونزې؛ همغږي یوو او زه فکر کوم، چې دوی له هغې خوند اخلي، چې د افغانستان خلکو ته خوښي راوړي او همدا خپله دا خوشالي نورو ته لېږدوو.
افغانستان اوس د نمرو د لښتیلیک په پېنځم ځای کې دی؛ د منډو په درجه کې اوس هم له څلور غوره لوبډلو بهر؛ خو له نیوزیلند او آسترالیا سره مساوي دی. د دوی بله لوبه د سې شنبې پر ورځ په ممبي کې له آسترالیا سره او بیا له سویلي آفریقا په احمد آباد کې ده.
ترات ویلي: مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې خپلو سیالانو ته ډېر نه ګورو او هغه څه هیر کړو، چې باید ښه یې ترسره کړو؛ ځکه، نو مونږ په ښکاره له آسترالیا سره چمتو کوي. له سویلي آفریقا سره، چې یو خورا ښه لوبډله ده. اوسمهال مونږ پر آسترالیا راځرخوو او د ماتولو لپاره یې هڅې کوو.