لوبی

حمید حسن د ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی حميد حسن د افغانستان کرکت بورد لخوا د هېواد د ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه وټاکل شو او په دې توګه یې د کرکت نړيوالو لوبو ته مخه کړه.

د افغانستان کرکت بورد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حمید حسن له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۳ ز. کال پورې د افغانستان لپاره ډېرې نړیوالې لوبې کړې دي.

په اعلاميه کې راغلي: حميد حسن، چې له لومړۍ ورځې يې له ملي لوبډلې سره لوبه پيل کړه؛ د لوبغاړیو د کمزورتيا او پياوړتيا په اړه د پراخې تجربې لرونکی شو، چې په ملي لوبډله کې به یې له هڅو د یوې پیاوړی او بشپړې لوبډلې لرونکي شو.

د افغانستان کرکت بورد ویلي، چې حمید حسن به د پاکستان پر وړاندې د درې شل آوریزو لوبو لپاره له خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شي او د افغانستان کرکت بورډ به له لومړۍ لوبې مخکې د هغه لپاره له نړیوال کرکت سره د مخه ښۍ پروګرام جوړ کړي.

حمید حسن خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹ کال په اپریل کې د سکاتلیند پر وړاندې او خپله لومړۍ شل آوریزه لوبه د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې د ایرلیند خلاف ترسره کړه، چې په دې توګه یې د خپل هېواد لپاره په لومړۍ یو ورځنۍ او لومړۍ شل آووریزه لوبه کې د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړ.

حمید حسن د افغانستان لپاره ۳۸ یو ورځنۍ او ۲۵ شل آووریزې لوبې کړې دي.

نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې ۵۹ او په شل آووریزو نړیوالو هغو کې ۳۵ ویکتې اخیستي دي.

حمید حسن ویلي: کرکت زما د ژوند لویه برخه ده او دا زما لپاره ډېره سخته پرېکړه ده، چې د کرکت هغه لوبه پرېږدم، چې زه ورسره ډېره مینه لرم؛ خو زه دا پرېکړه د خپل هېواد او د خپلې ملي لوبډلې د پرمختګ لپاره کوم.

هغه زیاته کړې: په ورته وخت کې خوښ یم، چې د کرکت په ملي لوبډله کې د توپ اچونې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوم، چې د خپلې لوبې له هرې شېبې خوند اخلم. ما په تېرو څو کلونو کې د ملي لوبډلې د توپ اچونې څانګه له نږدې څارلې او هڅه به وکړم، چې د افغانستان د لوبډلې د چټک توپ اچونې څانګه او همدارنګه د لوبډلې ورو توپ اچونې څانګه پياوړې کړم.

 

حميد حسن له دې مخکې د لنډې مودې لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې وه، چې په کې يې افغانستان له ايرلند څخه درې يو ورځنۍ نړيوالې لوبې د ۳ـ ۰ پر توپير وګټلې.

Trending

Exit mobile version