تازه خبرونه
حکومتي مقامات د عامه شتمنیو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون نشي کولی
د عدلیې وزارت د ویاند برکت الله رسولي د څرګندونو له مخې په دې فرمان کې راغلي؛ لومړۍ ماده: د وزارتونو او حکومتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا د تأمینولو لپاره، چې موضوع یې عامه شتمنۍ وي، حکومتي مقامات او مامورین نشي کولی، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.
د عدلیې وزارت ویاند د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د وزارتونو او حکومتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په اړه د اسلامي امارت د رهبر درې مادهییز فرمان خپور کړی، چې حکومتي چارواکي د عامه شتمنیو په داوطلبۍ کې ګډون نشي کولی.
د عدلیې وزارت د ویاند برکت الله رسولي د څرګندونو له مخې په دې فرمان کې راغلي؛ لومړۍ ماده: د وزارتونو او حکومتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا د تأمینولو لپاره، چې موضوع یې عامه شتمنۍ وي، حکومتي مقامات او مامورین نشي کولی، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.
برکت الله رسولي دوه یمې مادې په اړه ویلي: هغه خصوصي شرکتونه، چې امارتي مقامات او مامورین په هغو کې ونډهوال او یا مسوول وي؛ هم د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع دي.
دغه راز په درېیمه ماده کې راغلي: دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.