تازه خبرونه

حکومت د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلی – ولسي جرګه

Published

on

د ولسي جرګې ځینو غړیو د دې جرګې په ځانګړې ناسته کې، چې امنیتي بنسټونه یې ورغوښتي وه ویلي، حکومت د نظام په اداره او د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلی او هېواد د خلکو د وژلو پر ځای بدل شوی دی.

د ولسي جرګې د اوړمې ورځې له پرېکړې وروسته، چې د شنبې ورځې ناستې ته به یې د ولسمشر لومړی مرستیال، د ملي امنیت شورا سلاکار او د کورنیو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت د سر سړي ورځي؛ یوازې  د کورنیو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست چارسمبالي ورغلي وه.

د حمدالله محب او امرالله صالح په نه ورتګ نیوکې کیږي؛ دې دواړو چارواکو په یوه مکتوب کې ویلي، یوازې استماعیه ناستو ته ورځي نه استجوابیه وو ته.

د ولسي جرګې فوق العاده ناستې ته د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت د شورا د سلاکار په نه ورتګ نیوکې وشوې او ویل شوي، چې دا چارواکي د خلکو د وینو په وړاندې ځواب ویلو ته حاضر ندي. د ولسي جرګې ډېري غړیو ټینګار کاوه، چې د امنیتي بنسټونو واک د ملي امنیت شورا د مشر حمد الله محب او د ولسمشر د لومړي مرستیال او د کابل د امنیتي مشر امرالله صالح لخوا سلب شوي او دې کار د امنیتي سکتور هڅې کمزوری کړې دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړي ضیا الدین ضیا ویلي؛  مونږ له دې وزیرانو سرهکار نلرو؛ ځکه، چې ټول صلاحیتونه محب خپل کړي دي . باید راغلی وای او خلکو ته یې ځواب ورکړی وای. دغه سړي ځان په تعیناتو کې بوخت کړی او د روان ناورین ځواب ویونکي معلوم ندی.              

په ولسي جرګه کې د هرات استازي حبیب الرحمان پدرام ویلي؛ نه امنیت لرو، نه کار او نه د ژوند کولو هیله. نه دولت لرو او غولوونکی ولسمشر په ارګ کې پټ دی او درواغجنې اعلامیې ورکوي. هېواد یې د وژنو پر ځان بدل کړی. ای غني درته شرم دی!   

په ولسي جرګه کې د فراه استازي عبدالستار حسیني ویلي؛ د امرالله صالح او حمدالله محب نه راتګ ، خلکو ته سپکاوی دی او محب ځان د ولسمشر سکرتر بولي؛ نو بیا ولې تعیناتو کې لاسوهنه کوي او دې حواله دار افغانستان وران کړ او باید ملي امنیت شورا چاڼ شي.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی اسدالله خالد د امنیتي مسوولینو بې واکه کېدو په تړاو د ولسي جرګې د غړیو خبرې سپکاوی بولي او غواړي، چې ناسته سري شي.

هغه زیاته کړې؛ توهین مناسب ندی او د استازیو بحث باید سری او پټ شي، چې خپلې خبرې له تاسې سره شریکې کړو.

په پای کې د رایو په اکثریت پرېکړه وشوه، چې ناسته سري شي؛ خو د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، په سري ناسته کې هم امنیتي مسوولینو د ویلو لپاره څه نه درلودل او نه یې د ولس استازي د وروستیو بریدونو په ځانګړي توګه د پلازمېنې د بریدونو په تړاو قانع کړل.

Trending

Exit mobile version