تازه خبرونه
حکومت د مرکچي پلاوی پر جوړولو بریالی شوی ندی
یو شمېر سیاسي ډلو او ګوندونو ویلي، چې حکومت د سولې مرکچي پلاوي په اړه ور سره مشوره نده کړي او غواړي، چې دا بهیر په انحصاري بڼه تر سره کړي.
د سولې په بهیر کې د حکومتي مشرتابه هڅې اوس هم پر ځینو سیاسیونو ښې نه لګیږي او څرګندوي، چې پدې اړه ور سره مشوره نکیږي.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار لومړي مرستیال فضل الهادي وزین ویلي، حکومت غواړي دا بهیر پوره په خپل واک کې ولري، چې دا کار د افغانستان د خلکو او سیاسي لوریو لپاره ښه ځواب ندی.
سیاسي هڅاند عزیز ستانکزی وایي؛ یو ټولګډونه پلاوی، چې د ټولنې له ټولو اړخونو استازیتوب وکړي باید ولیږل شي، چې له ټولو لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.
له دې مخکې حکومت ویلي وه، چې یو ټول منلی پلاوی به جوړ کړي.
د ارګ اصلي رقیب، چې د ولسمشرۍ مدعي دی وایی، ولسمشرۍ ته اجازه نه ورکوي، چې په خپل سر له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ د خبرو پلاوی یې چمتو کړی، چې ژر به د افغانانو خپلمنځي خبرو کې برخه واخلي.
مخکې ولسمشر غني د خپلې لوړې پر مهال ویلي وه، چې مرکچي پلاوی به د همدې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ معرفي کړي؛ خو د درې ورځو له تېریدو سره هم دا کار ندی تر سره شوی او د افغانانو خپلمنځي خبرې هم ښایي په همدې دلیل ځنډیدلې وي.