تازه خبرونه

خلیلزاد د سولې له مدافعینو او رسنیزو چارواکو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (سې شنبه د کب ۲۶) د سولې له مخکښو مدافعینو، مدني ټولنې غړیو او رسنیو چارواکو سره وکتل او د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره یې پر ستراتیژیو خبرې وکړې.

خلیلزاد د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو سره په راتلونکي سیاسي هوکړه لیک کې دنجونو او ښځو حقونو د خوندي ساتلو په اړه د دوی نظرونه واورېدل او د خوندي کولو ډاډ یې ورکړ.

زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې د ښځو د مشرانو رول په دې هېواد کې سولې او ملي پخلاینې لپاره اړین او ژوند بښونکی دی.

د ځانګړي استازي د رسنیو د کارمندانو موخه ییزې وژنې او د بیان پر آزادۍ د دوی اغېزو په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، چې د خبریالانو د موخه ییزو وژنې قضیې باید وڅېړل شي او عاملین یې محاکمه شي.

خلیلزاد د خبریالانو وژنه وغندله او د رسنیو د کارکوونکیو د امنیت غوښتنه یې وکړه.

د بښنې نړیوال سازمان نن (سې شنبه د کب ۲۶) په ډاګه کړه، چې د افغانستان د بشري حقونو د ساتونکیو پر وړاندې د ګواښونو نوې څپې ته په پاملرنه، دولتي چارواکي باید سمدستي هحې پیل کړي.

دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتونکیو د ساتنې لپاره د کمیسیون رامنځته کولو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې له درې میاشتو له تېررېدو وروسته هم د بشري حقونو د د ساتونکیو د ساتنې لپاره هیڅ عملي ګامونه پورته شوي ندي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) راپور ورکړی و، چې د افغانستان د بشري حقونو ساتونکي او د رسنیو کارکونکي د سولې خبرو له پیل راپدیخوا په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي (د سپتمبر ۲۰۲۰ – جنورۍ ۲۰۲۱).

د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې په تېرو درې میاشتو کې د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې بریدونه او ګواښونه ډیر شوي دي.

د سویلي آسیا او آرام سمندر د ادارې مشرې یامیني میشرا ویلي؛ په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب د کمیسیون د اقداماتو ځنډ د بشري ژوند په بیه دی.

میرمن یامیني میشرا وایي: ګډ کمیسون باید سمدستي خپل کار ګړندی کړي، د بشري حقونو مدافعانو سمدستي امنیتې اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي، ټول ګواښونه، بریدونه او نورې وېرې او ترهې وڅېړي او مسوولین یې ونیسي.

میرمن میشرا زیاته کړې، چې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو او ساتونکیو لپاره ګډ کمیسیون باید خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره اړین بشري او مالي سرچینې ولري او د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا په بشپړ ډول ملاتړ وشي.

Trending

Exit mobile version