تازه خبرونه

خلیلزاد له ټاکنو مخکې د سولې هوکړې ته هیله من شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي؛ هیله من دی، چې د راتلونکي کال د ولسمشریزو ټاکنو تر پیلیدو پورې به له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسیږي.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ( د سلواغې ۱۹) په امریکا کې سولې انستیتوت ته د وینا پر مهال ویلي؛ هڅه کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو تر پیلیدو له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي او هغوی هم له ټاکنیز بهیره ګټه پورته کړي.   

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې که څه هم د ټاکنو بهیر  سوله لږ څه ستونزمنه کړې؛ خو دا به د افغانستان په ګټه وي، چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږو، ځکه د سولې له هوکړې سره به ټاکنې سوله ییزې او ډاډمنې تر سره شي.

نوموړي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ په اړه وویل، چې اوس هم پایلې ته د رسیدو لپاره وخت لرو.

زلمی خلیلزاد زیاتوي؛ مونږ له طالبانو سره خبرې کړي، مونږ د خبرو پر چوکات هوکړه کړې او دا ډاډ مو تر لاسه کړې، چې نور به افغانستان نړیوالو ترهګرو ته د امن ځای نه وي.

هغه دا هم ویلي، چې له طالبانو سره له ټولو برخو پرته به د سولې هوکړې ته ونه رسیږي.

ده په مسکو کې د افغانستان د سیاسي استازیو او طالبانو تر منځ د پرېکړه لیک د هغې مادې په غبرګون کې، چې د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه ده؛ وویل: مونږ د افغانستان د پریښودو په اړه د هوکړې هڅه نکوو، بلکې د سولې لپاره هڅه کوو، چې په پایله کې به یې د بهرنیو ځواکونو وتل هم شوني شي.  

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په مسکو کې د افغانستان جهادي او سیاسي استازيو له طالبانو سره دوه ورځنۍ  ناسته تر سره کړه، چې په پرېکړه لیک کې یې له اوربند وروسته د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار څرګند شو.

دغه راز د امریکا ولسمشر هم کنګریس ته په خپله کلنې وینا کې وویل، چې ستر ملتونه له اوږدو جګړو مخ اړوي…؛ د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې له پرمختګ وروسته به مونږ وتوانیږو، چې د خپلو سرتېرو شمېر لږ او د ترهګرۍ په وړاندې خپله مبارزې چټکه کړو.

زلمی خلیل زاد په داسې وخت کې د سولې په وړاندې له ستونزو یادونه کوي، چې افغان حکومت د مسکو په غونډه کې د طالب استازیو د ګډون په تړاو ملګرو متلونو ته شکایت کړی.

Trending

Exit mobile version