Connect with us

تازه خبرونه

خلیل الرحمن حقاني “د خدای د لارې نه ستړی کیدونکی مجاهد و” – ذبیح الله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجامد د هېواد د کډوالو چارو وزارت د چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني “شهادت” تائید کړی او څرګندويۍ: “نوموړی نن له غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید کې شهید شوی دی.”

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د چارسمبالی خلیل الرحمن حقاني پر " شهادت " خپله خواخوږي څرګنده کړې او څرګندوي، چې نوموړی د خدای په لار کې نه ستړی کیدونکی مجاهد و.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجامد د هېواد د کډوالو چارو وزارت د چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني "شهادت" تائید کړی او څرګندويۍ: "نوموړی نن له غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید کې شهید شوی دی."

د اسلامي امارت د ویاند د خواخوږۍ په پیغام کې راغلي: د "شهید حقاني" "شهادت" د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه ده.

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ خلیل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد و، چې ټول عمر یې د الله تعالی له دین څخه د دفاع په لاره کې جهاد کړی و.

 

د دې پیغام له مخې:(( د خوترجو دا عمل نشي کولی د مسلمانانو ارادې کمزورې کړي، بلکې داسې بزدلانه عمل د اسلام او دین د دښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي.))

ویل کیږي، چې دا برید نن له غرمې وروست په کډوالو چارو وزارت کې دننه رامنځته شوی؛ خو تر اوسه د نورې مرګ او ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي

تازه خبرونه

تحول: د ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمانونو ارزونه

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده- ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

ستانکزي ويلي: «په ننني عصر او پېر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد لپاره ستره اړتيا ده او دا سکټور بايد پياوړى شي. ويناوال بايد پياوړي او له هر ډول حالاتو سره د مقابلې توان ولري او د حالاتو د مقابلې لپاره بايد هڅه وکړي، چې د خپل کاري چاپېريال تر څنګ د هېواد او ټولنې په اړه هر هم اړخيز معلومات ولري.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند خبيب غفران هم ويلي: « د دغې غونډې اصلي هدف د اسلامي امارت د مرکزي دفترونو د وياندويانو د ظرفيتونو لوړول او دغه راز معلوماتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالى دى.»

له بلې خوا یو شمېر خبریالان او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه هم غواړي، چې دوی ته دې معلومات پخپل وخت او هر اړخیز ورکړ شي.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي په دې اړه ويلي: « د ژورناليستانو او رسنيزو بنسټونو دنده ده، چې په دې برخه کې د خبريالانو د ظرفيتونو د لوړولو او د ليک لوست او د رسنيزو اخلاقو او روزنې په برخه کې له رسنيو څخه ملاتړ وکړي؛ خپل بې پرېتوب وساتي او له  نوښت ډک کار ترسره کړي.»

خبريال روح الله دانش څرګنده کړې: " اړتیا ده، چې د افغانستان رسنۍ له ډېر ملاتړه برخمنې شي؛ ځکه دوى نه يوازې د اطلاعاتو په برخه کې، بلکې په ټولنه کې د پوهنې، فرهنګ او فرهنګي ودې د بنسټيزه کولو په برخه کې هم ځانګړى رول لري."

دا په داسې حال کې ده، چې د درې کلونو پر تېرېدو هم خبریالان وايي، چې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او دا ستونزه بشپړه حل شوې نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

Published

on

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ويلي، چې په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

محمد اکبر حقاني وايي: "دغه چینایي وګړی له خپل ژباړونکی سره پرته له دې، چې دفتر او د دفتر امنیتي چارواکي خبر کړی؛ پر نامعلوم لوري روان شوي دي. له بده مرغه چینایي وګړی د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی."

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د نوموړي ژباړونکي ته زیان ندی رسیدلی.

حقاني ويلي، چې پوليسو په دې اړه خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.

د راپورونو له مخې، چینایي وګړي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!